مهسا امیني د مغزو د هیپوکسي په خاطر مړه شوي وه
(last modified Fri, 07 Oct 2022 23:36:55 GMT )
Oct 08, 2022 04:06 Asia/Kabul
  • مهسا امیني د مغزو د هیپوکسي په خاطر مړه شوي وه

زمونږ خبریال وايي د ایران د قانوني طب موسسې( عدلي طب) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د مهسا امیني د مړینې علت د مغزو هیپوکسي یعني مغزو ته د اکسیجن نه رسیدل اعلان کړ.

د ایران د قانوني طب موسسې(عدلي طب ) پرون د مهسا امیني د مړینې په هکله د بیانیې په خپرولو سره وویل د روغتون د طبي سندونو په خپریدا، د مغزو او د سږو په سي ټي اسکین باندې غور کیدا د هغې د مړي د ظاهرې معاینې په نتیجې او پوسټ مارټم ، او د اسیب شناسۍ د معاینانو په ترسره کیدا سره نوموړي ښځه په سر یا بدن باندې د ګوزار په وجه نه ده مړه شوي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د روغتون  ایمرجنسۍ د کارکونکو عملیات او د مصنوعي سا د ورکولو کار نتیجه ورنکړه او روغتون ته د مهسا امیني له انتقالولو او د کسری روغتون د درملنې د کادر له زخمتونو سره سره هغه د مغزو د هیپوکسي یعني مغزو ته د اکسیجن د نه رسیدا په وجه د تیرې میاشتې په پینځویشتمه نیټه مړه شوه.

د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د وروستیو بلواو رامینځته کیدل یوځل بیا سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجي دښمانان له هغو د تهران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې لپاره د یوه فرصت په توګه او د بلواو د لا ډیرې لسمون لپاره استفاده وکړي.

په ایران کښې په وروستیو بلواو کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو سیاسي مشرانو او د دوې رسنیو او د لویدیځ د ملاتړ وړ دښمنو فارسۍ ژبو رسنیو له یوې غمجنې پیښې څخه چې غور ورباندې روان و ناوړه استفاده وکړه او د ایران د ملت د حقوقو د ملاتړ په شعار سره یې د بلواګرو کسانو د ملاتړ او د ایران د ملت د امنیت د ګډوډولو لپاره هر ډول هڅه او کوشش وکړ.

خو د ایران په میلیونونو خلکو په مظاهرو سره د خپل هیواد او د نظام ملاتړ وکړ او له بلواګرو او بلواو سره یې خپل مخالفت اعلان کړ.

 

ټیګونه