سپورټي بایکاټونه د مستکبرانود ادعاګانود رنګ بایللوسبب شول
حضرت امام خامنه ای همداراز له ارزښتی بریالیتوب سره په میدان کې د تخنیکی بریالیتوب د یوځای کیدا په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه دا چی ایرانې ورزشکار د صیهونیسټ رژیم له استازي سره د سیالۍ د نه کولو په دلیل له میډال محرومه کیږی ، په حقیقت کې یو بریالیتوب دې ځکه چی د سیالۍ کول د ماشوم وژونکي ، جلاد او غاصب رژیم په رسمیت پیژندلو او د تخنیکی او ظاهري بریالیتوب په بیه د اخلاقی بریالیتوب د چیخنی کولو په معنا دې چی په هیڅ وجه ارزښت نلری .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د اوکراین له جنګه وروسته سپورټي بایکاټونه د مستکبرانو اوپه سپورټ کې د سیاست د نه لاسوهنې په اړه د هغو د پیروکارانو د ادعاګانو د رنګ بایللو سبب وبلل .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د ورزشکارانو د شهیدانو کنګرې د چاروالواود ورزشکارو شهیدانو د یوشمیر میندو سره په کتنه کې چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د ستمبرپه ۱۱ نیټه ترسره شوی وه ، او نن په تهران کې د دغه نندارتون د ترسره کیدا په ځای کې خپره شوه ، زیاته کړه سپورټی بایکاټونووښودله په هر ځای کی چی د لویدیځوالو ګټې ایجابوی په اسانۍ سره له خپلو سرو کرښو تیریږي .
حضرت امام خامنه ای همداراز له ارزښتی بریالیتوب سره په میدان کې د تخنیکی بریالیتوب د یوځای کیدا په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه دا چی ایرانې ورزشکار د صیهونیسټ رژیم له استازي سره د سیالۍ د نه کولو په دلیل له میډال محرومه کیږی ، په حقیقت کې یو بریالیتوب دې ځکه چی د سیالۍ کول د ماشوم وژونکي ، جلاد او غاصب رژیم په رسمیت پیژندلو او د تخنیکی او ظاهري بریالیتوب په بیه د اخلاقی بریالیتوب د چیخنی کولو په معنا دې چی په هیڅ وجه ارزښت نلری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د سپورټ اوسنې چاپیریال د ورزشکارو شهیدانو له معنویت اغیزمن وباله او د ایرانی ورزشکارانو د پایبندۍ او تدین د جلوو په بیانولو سره وفرمایل په اسلامي ستر او حجاب سره د اتلوالۍ په څوکۍ د ایرانۍ ورزشکارې شتون او پردی سړی ته لاس نه ورکول د شهیدانو کورنیو ته د اتلوالۍ د میډالونو ورکول ، له بریالیتوب وروسته د ایمه اطهارو نوم اخیستل او سر په خاورو لګول او داربعین زیارت ته د ورزشی پلاویو ورلیږل په مادی او له فساده ډکې ننۍدنیا کې بی بدیله او حیرانونکي ښکارندې دي چی د ایراني ملت د اخلاقي او روحي ژورتیا د پیژندلو لپاره باید ورته پام وشی .
د رهبرۍ ستر مقام ورزشکاران د سیالیو په میدان او له هغه بهر په خپل کړچار کې په پام سره د خپل ځان ، ملت او هیواد دعزت ساتلو ته وبلل او زیاته یې کړه په تیروخت کې زمونږ سپورټی چاپیریال تل د خدای او ایمه معصومینو په نومونو او دینی او اخلاقی اړخونو سره ښکلې وو خو لویدیځوالو هڅه وکړه په نویو ورزشونو سره یوځای خپل کلتور هم ورداخل کړی چی باید په نویو ورزشونو کې د پرمختګ او یادولو په ترڅ کې خپل کلتور غالب کړو او اجازه ورنکړو چی سپورټ د لویدیځ کلتور د ورداخلیدا لپاره په پل بدل شی .