ډیپلوماسۍ په عراق کښې د ترهګرو شتون ختم نکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122216-ډیپلوماسۍ_په_عراق_کښې_د_ترهګرو_شتون_ختم_نکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کښې د ترهګرو ډلو پرضد د پوځي اقدام انګیزې او دلایل اعلان کړل او ټینګار یې وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2022 00:41 Asia/Kabul
  • ډیپلوماسۍ په عراق کښې د ترهګرو شتون ختم نکړ

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کښې د ترهګرو ډلو پرضد د پوځي اقدام انګیزې او دلایل اعلان کړل او ټینګار یې وکړ

ډیپلوماسۍ د عراق په شمال کښې د ترهګرو شتون پاې ته ونه رسوه او ایران د پوځي ځواک کارولو ته مجبوره شو.

په نیویارک کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ټينګار وکړ د ایران د ملي امنیت او د خلکو پرضد د ترهګرو ډلو بلوا رامینځته کونکو او ورانونکو اقداماتو او په دې اړه د تهران لخوا بیا بیا خبرداریو او اعتراضونو ته بې پامۍ ته په پام سره تهران ترهګرو حملو ته د  متناسب ځواب او د خپل حق له اعمالولو پرته بل انتخاب نه درلود.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ په دې خبرې سره چې یوازې له  دوه زره شپاړسم میلادي کال راهسې تراوسه دغو ترهګرو ډلو د ایران په داخل او د ایران سرحدونو ته نږدې نهویشت ترهګرې حملې کړي دي چې په نتیجه کښې یې څلرویشت کسان شهیدان او دوه دیرش نور ژوبل شوي دي وویل د باوري اطلاعاتو پراساس دغه ټولې ترهګرې حملې د عراق په شمال کښې په کردستان  سیمه کښې پلانوي شوي ، منظمې شوي او اجرا شوي.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ زیاته کړه د ایران د اسلامي جمهوریت له بیا بیا خبرداریو او اعتراضونو سره سره له بده مرغه د عراق د کردستان سیمې چارواکو د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کښې د  ترهګرو پرضد کوم اغیز شیندونکي او پریکنده اقدامات ترسره نکړل.