ایران کښې ترهګرې حملې ۱۳ کسان شهیدان کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122780-ایران_کښې_ترهګرې_حملې_۱۳_کسان_شهیدان_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي نن د ایران د اسلامي جمهوریت په شیراز ښار کښې په شاهجراغ سپیڅلي حرم کښې د ماښام د لمانځ په وخت د یوه تکفیري ترهګر لخوا په لمونځ ګزارو باندې په ټروریسټي حملې کښې تراوسه پینځلس کسان شهیدان شوي او څلویښت نور ژوبل شوي دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2022 18:31 Asia/Kabul
  • ایران کښې ترهګرې حملې ۱۳ کسان شهیدان کړي دي

زمونږ خبریال وايي نن د ایران د اسلامي جمهوریت په شیراز ښار کښې په شاهجراغ سپیڅلي حرم کښې د ماښام د لمانځ په وخت د یوه تکفیري ترهګر لخوا په لمونځ ګزارو باندې په ټروریسټي حملې کښې تراوسه پینځلس کسان شهیدان شوي او څلویښت نور ژوبل شوي دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.

د ایران چارواکو ویلي دي چې حمله کونکی ترهګر نیول شوی او درملنه یې روانه ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د شاهچراغ د سپیڅلي حرم په ترهګرې پيښې کښې د شهید شویو کسانو  کورنیو او ملت ته په تسلیت ویلو سره وویل د دښمن لخوا د وروستیو بلواو بهیر د خطرناکې لارې په لور روان دی او ترهګر بهیرونه له دغو پیښو د استفادې په حال کښې دي او خلک باید ځانونه له بلواو څنګ ته کړي او امنیتي ځواکونه هم سخته څارنه کوي.