د اسلامي ایران او د روسیې رسندوي ملګرتیا ضروري ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداوسیما(IRIB) د بهرنیو خپرونو مسوول احمد نوروزي د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس د نړیوالو ملګرتیاو له مدیر واسیلي پوشکوف سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ رسندوي ملګرتیا ضروري چاره وبلله.
د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس د نړیوالو ملګرتیاو مدیر واسلي پوشکوف تهران ته راغلی دی او هغه په دغه سفر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداو سیما د بهرنیو خپرونو له مسوول احمد نوروزي سره کتنه کړي ده او د ایران پریس خبري اژانس دفتر ، د پریس ټي وي ټيلي ويژن او د هیسپان ټیلي ويژن او د العالم ټیلي ويژن دفترونه یې هم ولیدل.
احمد نوروزي د اوکراین له جنګ وروسته په روسیې کښې رسندوي محدودیتونه د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن ادارې صداوسیما لپاره یوه اشنا پیښه وبلله او زیاته یې کړه له دغه رسندوي سلطې سره د مقابلې لپاره باید د ګډو ټولنیزو چینلونو او د ګټو فیلټرفمونو په لور لاړ شو او د ناټو د رسنیو د خبرونو له تنظیمیدا لیرې د خبرونو تنظمیدا د خپلواکه هیوادونو په لور بوځو.
د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال او مسوول احمد نوروزي د رسنیو په فضا کښې د روسیې او د ایران ترمینځ دوستۍ او ملګرتیا له دغو محدودیتونو د وتلو یوه بله لاره وبلله او ټینګار یې وکړ مونږ له امریکا او ناټو سره په دوښمنۍ کښې په خپلې رسندوي لاره کښې هوډمن یوو ځکه چې دوې(امریکا او اروپا) په دنیا کښې د ایران او د روسیې اپوټه انځور خلکو ته وړاندې کوي.
د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس د نړیوالو ملګرتیاو مدیر واسلي پوشکوف هم په دغه کتنې کښې د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن ادارې صداوسیما سره د اسپوتنیک خبري اژانس د ملګرتیا په هرکلي سره هیله وکړه چې د رسندیو په ملګرتیاو کښې نوی باب رامینځته شي.
ایران او روسیه په دوه اړخیزه زمینو په تیره بیا په اقتصادي ، پوځي او امنیتي اړیکو او دغه راز د امریکا له یواړخیز پالنې سره د مقابلې په شان په سیمه ییزو او نړیوالو مسائیلو کښې ګډې سټراټيژیکې ګټې لري او دا په تیرو کلونو کښې د دواړو هیوادونو د نږدې ملګرتیا اصلي عوامل دي.