اسلامی انقلاب د امریکا تش باؤؤ له چیلنج سره مخ کړ
د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه نیټه چې دنومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ؛له نړیوال استکبار سره دمبارزې؛ ملی ورځ ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د ایران اسلامی نقلاب د امریکا تش باؤؤ له مشکل سره مخ کړی او اوس درستې نړۍ ولیدل چې دامریکا یواړخیز پالنه هم په ځوړتیا ده.
د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه نیټه چې دنومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ؛له نړیوال استکبار سره دمبارزې؛ ملی ورځ ده .
دلړم دمیاشتې دیارلسمه نیټه همداراز د ایران داسلامی انقلاب د تاریخ په مهم پړاؤ کې درې مهمې پيښې یادوي ، یوه ئې په همداسې ورځ ترکیې ته د ارواښاد امام خمیني جلاوطني ،دوهمه د پهلوي رژيم دپوځيانو په لاس د زده کونکو وژله او دریم هم په تهران کې د محصیلینو په لاس امریکا سفارت یا دجاسوسۍ ځالې نیولل دي.
فارس خبری آژانس راپور روکړ، د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري د لړم دمیاشتې ددیارلسمې ورځې په مناسبت یعني له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې دې ته په اشارې سره چې د نومبر څلورمه نیټه د اسلامی انقلاب په تاریخ کې د درو مهمو پیښو ښودنه کوي چې د ایران داسلامی انقلاب په بریالیتوب کې ئې غوره رول درلودلی دی ووئيل،که څه هم د ایران دملت د استکباري ضد او خپلواکه انقلاب چې د امریکا او د هغو دتالی څټي حکومت د ویستلو سبب شوی ، ۴۴کلونه تیریږي،خو دغه الهام بخښونکی انقلاب،اوس توانیدلی دی،په سیمې او نړۍ کې د امریکاچټي باؤؤ له چیلنج سره مخ کړي.
سردار باقري دې ته په اشارې سره چې نن سبا د امریکا د انګڼ دیوالونه هم په نړیدو دي روښانه کړه،ددغه هیواد د ځوړتیا لپاره د امریکا پيژندل شوي موسیسې، نظره وړاندې کونکي او سټراټژيسټ ورځې شمیري او په دې په اعتراف سره چې د امریکا په رهبرۍ یو قطبی نظم خپلې وروستۍ شپې ورځې تیروي، په نزدې راتلونکي کې د هغې څو قطبي نړۍ خبر ورکوي چې د ایران اسلامی جمهوریت ئې یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی.