د دښمن رسندوئي امپراتوري په بشپړسنبال ترکیبي جنګ پسې ده
سردار واحدي زیاته کړې،د انقلابي او ولایت پلوه ځوانانو رول هم ددغو دسیسو په شنډولو کې اساسی او غوټه پرانیستونکی رول ؤ چې د اسلامی نظام د حقانیّت پر اثبات سربیره توانیدلي،د اسلامی نظام ددرستو مخالفانو پر خولې د درندۀ سوک ګوزار وکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک قوماندان د روزنیزو مرکزونو د قوماندانانو او مسئولانو په ټول کې ووئیل ددښمن رسندوئي امپراتوري په یوه بشپړ سنبال ترکیبي جنګ پسې ده او د شنډولو یوازۍ لاره ئې د ټولنې په تیره بیا د ځوان نسل بصیرت او پوهیدا ده.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایرن د پوځ دهوائي ځواک قوماندان سردار خلبان حمید واحدي په دغې ناستې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د مقدس نظام ددښمنانو دسیسو په شنډولو کې د ځوانانو رول ته په اشارې سره زیاته کړه، په وروستیو پيښو کې پر درستو ثابته شوه چې دښمن له رسندويي قدرت څخه په استفادې او په دروغجنو اطلاعاتو او بې بنسټه خبرونو سره په درست توان سره د عمومي په تیره بیا د ځوانانو د ذهنونو د ګډوډولو هڅه کوي.
سردار واحدي زیاته کړې،د انقلابي او ولایت پلوه ځوانانو رول هم ددغو دسیسو په شنډولو کې اساسی او غوټه پرانیستونکی رول ؤ چې د اسلامی نظام د حقانیّت پر اثبات سربیره توانیدلي،د اسلامی نظام ددرستو مخالفانو پر خولې ددرندۀسوک ګوزار وکړي.