ایران د دوښمانانو لاسوهنو ته ځواب ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123144-ایران_د_دوښمانانو_لاسوهنو_ته_ځواب_ورکوي
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان جنرال حسین سلامي وویل د دوښمانانو شرارت رامینځته کونکو او لاسوهونکو اقداماتو ته ځواب ورکول کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • ایران د دوښمانانو لاسوهنو ته ځواب ورکوي

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان جنرال حسین سلامي وویل د دوښمانانو شرارت رامینځته کونکو او لاسوهونکو اقداماتو ته ځواب ورکول کیږي.

هغه پرون په تهران کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د لاریون په څنګ کښې له استکبار سره د مبارزې د ورځې په لاریونونو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې سره وویل نن سبا ټوله دنیا ویني چې په لاریونونو کښې د ایران د شریف ملت شتون پراخ او پرتمینه دی.

هغه په دې خبرې سره چې د اسلامي ایران ځوانان هماغه راز له انقلاب سره ولاړ دي او د استکبار د جبهې په مقابل کښې هوډمن او پیاوړي دي د ایران په نورو سیمو او د شیراز په شاهچراغ زیارت کښې ترهګرې حملې ته د ترهګرو جنایتونو ته د ځواب د ورکولو لپاره د ایران د خلکو د غوښتنې په هکله وویل د ایران خلک د غچ د اخیستلو غوښتنه کوي او زمونږ دوښمانان په ښه ډول پوهیږي چې انتقام واخلو.

حسین سلامي ټینګار وکړ د ایران خلک په ډګر کښې دي او زمونږ انقلاب ته هیڅ خطر ګواښ نه کوي ځکه چې د اسلامي ایران دوښمانان د خلکو پرضد له د خپلو اقداماتو له نتیجې ناهیلي شول.

هغه له بلواګرو سره په چلند کښې د ایران د خلکو د غوښتنو په هکله وویل د دغو پیښو د علتونو او د جرړو په هکله تمرکز شوی او حتما به شرارت رامینځته کونکو او لاسوهونکو اقداماتو ته ځواب ورکړو.