په خارجي رسنیو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د لاریونونو انعکاس :-
فارس خبري اژانس وايي خارجي رسنیو له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې یعني د لړم د میاشتې په دیارلسمې نیټې لاریونونو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون ته پوښښ ورکړ.
رویټرز خبري اژانس وویل د ایران خلکو پرون په تهران کښې د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د امریکا د سفارت د نیولو په مناسبت د امریکا ضد مظاهرې وکړې.
رویټرز خبري اژانس په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د ایران د محصیلینو لخوا د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو پیښې ته په اشارې سره ولیکل دایران له حکومتي ټیلي ويژن چینلونو څخه خپریدونکو تصویرونو او ویډیوګانو له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت په ټول ایران کښې د امریکا ضد مظاهرو کښې د لسګونو زره خلکو د ګډون خبر ورکړ.
د سوریې سانا خبري اژانس هم د پرون ورځې لاریونونو ته په پوښښ ورکولو سره ولیکل د ایران بیلابیلو پرګنو له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت په ټولو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
د امریکا ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس هم راپور ورکړ د ایران خلکو پرون د امریکا د سفارت (د جاسوسۍ د ځالې) د نیولو د کلیزې په مناسبت په تهران کښې جشنونه جوړ کړل.
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس په خپل راپور کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو او د ایران په کورنیو چارو کښې د هغه لاسوهونکو څرګندونو ته اشاره وکړه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې جمعې ورځ د کیلي فورنیا ایالت په اوشن سایډ ښار کښې د ډیموکراټ ګوند د استازي مایک لوین لپاره د تبلیغاتي غونډې په وخت خپلو پلویانو ته وویل مونږ ایران ازادوو.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون سهار له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په لاریون کښې د موجودو خلکو په ټول کښې وویل څو ساعته مخکې خبر شوم چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یوه خبره کړي ده چې شاید له خولې یې هسې وتلي وي چې مونږ د ایران د ازادولو هڅه کوو.
المیادین ټیلي ويژن هم په تهران او د ایران په ټولو ښارونو کښې د ایران د خلکو پراخ شتون ته په اشارې سره وویل په ایران کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې په ورځ پراخ لاریونونه ترسره شول.
دغه ټیلي ويژن د تهران په لاریون کښې د خلکو ګډون ډیر پراخ او ولوله ناک وباله.
المنار ټیلي ويژن هم وویل پرون په ایران کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت چې د محصلینو لخوا د امریکا د ځالې د نیولو له کلیزې سره برابره وه خلکو په لاریونونو کښې پراخ ګډون وکړ.
د یمن المسیره ټیلي ویژن هم پرون په تهران او نورو ښارونو کښې د خلکو ګډون ډير پراخ او پرتمینه وباله.
د نورو عربو هیوادونو رسنیو هم د پرون ورځې په لاریونونو کښې د ایران د خلکو پرترمینه لاریونونو ته په پوښښ ورکولو سره وویل د ایران خلکو له استکبار سره په مبارزط او مړه دې وي امریکا شعارونو سره د امریکا او د هغې د متحدانو دوښمانانه هڅې له ماتي سره مخامخ کړي دي.