د دښمنانو د دسیسو په وړاندې هوښیاري پکار ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123192
دایران د قواؤ مشرانو د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د لازیاتې هوښیارۍ او د نفوذي عواملو د سپیرو او تفرقه اچونکو سیسو سره د مقابلې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 06, 2022 06:40 Asia/Kabul
  • د دښمنانو د دسیسو په وړاندې هوښیاري پکار ده

دایران د قواؤ مشرانو د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د لازیاتې هوښیارۍ او د نفوذي عواملو د سپیرو او تفرقه اچونکو سیسو سره د مقابلې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

دایران د قواؤ مشرانو د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د لازیاتې هوښیارۍ او د نفوذي عواملو د سپیرو او تفرقه اچونکو سیسو سره د مقابلې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د قواؤ د مشرانو غونډه د مجریه قوې د مشر سید ابراهیم رئیسي،  د مقننه قوې د مشر محمد باقر قالیباف او د قضائیه قوې د مشر حجت الاسلام والمسلمین غلامحسین محسني اژه اي په شتون سره ترسره شوه.

د ایران د درې واړو قواؤ مشرانو له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې په دستورو کښې د ایران د فهیمو او وخت پيژندونکو خلکو د پرتمین او کم ساري شتون او د ملي پیوستون د اعلان په قدرونې سره، د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې زیات نه زیاته هوښیاري او د نفوذي عواملو له تفرقه اچونکو او سپیرو دسیسو سره مقابله ډیره ضروري وبلله.

د ایران د درې واړو قواؤ مشرانو هم داشان د تیر په څیر په فرصت باندې د ګواښونو د بدلولو په لړ کښې د هیواد د ټولو ارګانونو او ادارو د لازیاتې غږملتیا او ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.