دوښمان په بلواو د اعتراض د بدلولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123196-دوښمان_په_بلواو_د_اعتراض_د_بدلولو_هڅه_کوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د ماسکو غونډې ته د دغه ډلې په نه وربللو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 08:28 Asia/Kabul
  • دوښمان په بلواو د اعتراض د بدلولو هڅه کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د ماسکو غونډې ته د دغه ډلې په نه وربللو اعتراض وکړ.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د اسلامي شورا د ښکاره غونډې په پیل کښې د هیواد په ځینو ښارونو کښې په وروستیو ناکراریو کښې د امنیت د دفاع د یوشمیر ځواکونو شهادت ته په اشارې سره وویل نوي داعشیان د سوریې او د عراق د داعشیانو په شان له هیڅ دلیل پرته د ایران  بې ګناه خلک شکنجه کوي او هغه وژني او د داعش ډلې په شان په فخر سره د خپلو  جنایتونو فیلمونه په اینټرنیټ پاڼو باندې خپروي او ورباندې پروپاګنډې کوي.

قالیباف وویل د ایران دوښمانان  د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په قومندنۍ د حرم د مدافعانو په سرحد ساتنې سره ونه توانیدل د سرحدونو له لارې ایران ته نفوذ وکړي نو نن سبا یې له داخل څخه داعش ډله بیا تولید کړي ده.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې سره چې د ایران د امنیت ساتونکي ځواکونه یوازې له بلواو سره د مبارزې په ځانګړو وسلو سمبال دي او ځپل ځانونونه د جنایتکارو په وړاندې ډهال  کوي  خو له ګرمو وسلو یعني ټوپکو استفاده نه کوي چې خلکو ته کوم تاوان ونه رسیږي او هیله یې وکړه چې زر تر زره په هیواد کښې امنیت په کامل ډول تثبیت شي.

د یوې جینۍ  مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د وروستیو بلواو رامینځته کیدل یوځل بیا سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجي دوښمانان له دغو پیښو  د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې  او بلواو ته د  خلکو د لا ډیر لمسولول لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.