امریکا د ایران په څنګ ته کولو کښې ناکامه شوي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د «اریا فرمولا» د غونډې په ترسره کولو کښې د امریکا ناکامۍ او د بایکاټ د نولس مخالفو هیوادونو استازیو ته د ویناګانو د اجازې نه ورکولو ته په اشارې سره وویل
د نولسو هیوادونو استازیو د تهران په غونډې کښې ګډون کولو سره امریکا ته ځواب ورکړ. کوم هیواد څنګ ته شوی دی؟
ناصر کنعاني چافي نن د اریا فرمولا په نوم د امنیت شورا د غیر رسمي غونډې په هکله چې د امریکا او د البانیا لخوا ترسره شوه په یوه پیغام کښې وویل د بشري حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزي کونکي او د ترهګرو ډلو تر ټولو بدنام ملاتړي هیوادونه په نیویارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اریا فرمولا د غونډې بنسټګران شول چې په خپل ګومان ایران وغندي او هغه څنګ ته کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي زیاته کړه امریکا د غونډې ټریبیون د ایران د ماشومانو او د ښځو ضد د بایکاټ دوو ملاتړو او معلومو ښځو ته وروسپاره ! په نیویارک کښې د امریکا حکومت ناکامه شو؛ یوه اوونۍ وروسته د نولسو هیوادونو استازیو په تهران کښې د ملګروملتونو د منشور د دوستانو په غونډې کښې په ګډون کولو سره امریکا ته ځواب ورکړ.