خارجي جاسوسۍ ادارو د ایران د کورني جنګ پلان جوړ کړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: د خارجي هیوادونو جاسوسۍ ادارو د ایران د ویشلو او د کورني جنګ لپاره پلانونه جوړ کړي دي.
هغه وویل د اسرائیلو د جعلي رژیم جاسوسۍ ادارې او د لویدیځو هیوادونو ځینې سیاستوالان چې د ایران د ویشلو، ورانولو او د کورني جنګ لپاره کومې نقشې او پلانونه جوړ کړي دي باید پوه شي چې ایران لیبیا او یا سوډان نه دی.
حسین امیر عبداللهیان په دوام کښې وویل نن سبا دوښمانانو د ایران په بشپړتیا او ایراني هویت باندې ګوزار پیل کړی خو د خلکو بصیرت دوښمانان نا هیلي کړي دي.
د سعودي عربستان د وهابي دیکتاتور ظالم رژیم ټیلي ويژن چینل ایران اینټرنیشنل ، دغه راز د انګلستان بي بي سي ټیلي ويژن او د امریکا غږ ټیلي ويژن او راډیوګانې په ایران کښې د بلواو د زیاتولو لپاره زیاتې هڅې کړي دي او تراوسه یې په زرګونو جعلي خبرونه او راپورونه خپاره کړي دي او اوس یې هم خپروي.