د ایران پانګوالو او د طالبانو چارواکو خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پانګوالو او د طالبانو د حکومت د انرژۍ او د اوبو د وزارت پلاوي په یوې غونډې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.
په دغه غونډې کښې چې د ایران د دوو پانګه اچونکو شرکتونو د مشرانو او چارواکو او د طالبانو د اوبو او د انرژۍ د وزارت د مرستیال مجیب الرحمان عمر اخوند زاده په شتون سره په کابل کښې وشوه د دوه اړخیزه ملګرتیاو، د ایران د شرکتونو او د افغانستان د انرژۍ او د اوبو د وزارت ترمینځ د غږملتیا ، له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال د پروژې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
په دغه غونډې کښې د ایران د پانګه اچونکو شرکتونو استازیو له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقالولو لپاره خپلې پروژې د طالبانو د انرژۍ او د اوبو وزارت ته وړاندې کړې.
د افغانستان د انرژۍ او د اوبو د وزارت مرستیال هم د ایران د شرکتونو په پروژو باندې له غور کولو وروسته د دوه اړخیزه ملګرتیاو او د غږملتیا په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
طالبانو ډله چې په تیر میلادي کال کښې واک ته رسیدلي ده د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخولو ته زیات ضرورت لري.