د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي وفرمايل،بسیج خلکو ته د بې تظاهره خدمت کلتور دی،بسیج له توقع اوتمې پرته د مجاهدت فرهنګ دی. او دغه فرهنګ باید په علمي ډګرونو کې هم وغوړیږي او خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د بسیجیانو په ولولناک ټول کی د حضرت امام خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . ورځپاڼه په دې اړه په د رهبرۍ د ستر مقام له قوله په غټو ټکیو سره لیکلی دی امریکا مزاکره نه غواړی بلکې کلنګ غواړی او هیڅ غیرتی ایرانی کلنګ نه ورکوی .
حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي وفرمايل،بسیج خلکو ته د بې تظاهره خدمت کلتور دی،بسیج له توقع اوتمې پرته د مجاهدت فرهنګ دی. او دغه فرهنګ باید په علمي ډګرونو کې هم وغوړیږي او خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د بسیج د اونۍ په مناسبت د امام خمینی په امامباړې کې د زیات شمیر بسیجیانو په شتون کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ،تاسو بسیجیان اوس او په راتلونکي کې مخاطب یاست ، بسیج یوازې د پوځي ډګر لپاره نه دی،بسیج باید ددین دعلم او مادي علومو په ډګر کې هم فعال شتون ولري.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړ ه، لویدیځي آ سیاسیمه د تیلو او انرژۍ او د طبیعي سرچینو مرکز او دغه راز د ختیځ او لویدیځ ارتباطي څلور لاره ده او په همدې ا ساس جعلی او غاصب صهیونیسټي رژيم په دغې سیمې کې راپنځول شوی دیڅو لویدیځ په لویدیځي آسیا سیمې کې د سرچینو د نغرلو او د جنګ جګړو او فتنې د رامینځةکولو لپاره یو مرکز ولرل شي.
دوي همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې د لویدیځي آسیاپه سټراټژيکې سیمې کې ترټولو حساسه برخه ایران دی ، ووئيل، پّه همدې اساس په پیبل کې انګریزانو او ورپسې امریکایانو په ایران کې د تالی څټو د پاللو لپاره پانګونې کړي څو بشپړ سلطه ولرل شي. حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي دغه راز ووئيل، اول وائي دیورانیمو شل فیصدي پخَوَل ودروئ، وروسته بیا پنځه فیصدي پخول ،بیا هم ټول ایټمي صنعت، ورپسې بیااساسی قانون بدلیدا ، د پولو تر شا محبوس کیدل، دایران تش لاسه کول او ددفاعي صنائعو د چټي کولو غوښته کوي.دا سلامی انقلاب ستر لارښود ټیګار وکړ،له امریکا سره مذاکرات هیڅ یوه مسئله نه حل کوي اویوازې په درستو اساسی مسئلو کې د کلنګ ورکولو او له درستو سرو کرښو څخه دتیریدا په بڼه کې ده چې امریکاد یوه بل پهلوي دوران په څير له هیواد سره هیڅ کار نه لري. دوي ټینګار وکړ، دوهمه نړیواله ایټمی موافقه،یعني ایران خپل سیمه ایز شتون بشپړ پریږدي او دریمه نړیواله موافقه یعني ایران ژمن شي چې د توغندي اوډرونز په څير هیڅ ډول مهمه او سټراژيکه وسله تولید نه کړ، څو د یرغلګرو په مقابل کې تش لاسي ووسو.داسلامی انقلاب ستر لارښود د امریکایانو هغه پلان ته په اشارې سره چې کابو پنځلس کاله مخکې ددغه هیواد دمشهورو شخصیّتونو په وسیله ایشوا شو ووئيلو دد وي پلان دا ؤ چې دعراق،سورئې،لبنان،لیبیا،سوډان او سومالیه شپږ هیوادونو نسکور شي څو په نهایت کې په سیمې کې د ا یران سټراټژيک ژوروالی او دوام له مینځه لړ شي او دهیواد په کمزوري کیدا سره په نهایت کې د ایران سالامی جمهوری نظام هم نسکور شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل؛د علم او تحقیق په چاپیریال کې بسیج کارندوالی درلود، هم په کرونائي بحران کې او هم په غیر کرونائي پيښو کې ، زمونږ ایټمي پوهان هم بسیجیان دي.
حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي دغه راز زیاته کړه،بسیج خلکو ته د بې تظاهره خدمت کلتور دی ، بسیج له توقع اوتمې پرته د مجاهدت فرهنګ دی. او دغه فرهنګ باید په علمي ډګرونو کې هم وغوړیږي او خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي بسیج، د ایران دملت د عظمت بیلګه او د هیواد داخلی کارنده ځواک بللی او ټينګار ئې کړی دی ، بسیج ، د اسلامی انقلاب او داسلامی جمهوری نظام ددوستانو لپاره د امید او اعتماد او د اسلامی نظام د دښمنانو،بدغواړو او کینه لرونکو لپاره دو یرې او وحشت سبمول دی . د ایران د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب د حرکت د مرکز په توګه په ایران کې دبسیجي تفکر بریالیتوب،د سیمې د نورو ملتونو لپاره په بیلګې بدل شوی دی.
حماس غورځنګ صیهونیسټ رژیم ته په خطاب کې ویلی دی که ترور دوام پیدا کړی نو ټول اسراییل باندې به حملې وکړو .
د لبنان حزب ا... د ولسمشر د نیشتوالی د کړکیچ د سملاسی اواری لپاره سیاسی ډلو ته بلنه ورکړه .
جمهوری اسلامی
د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د بسیجیانو ورځې په مناسبت په ولولناک ټول کی بسیجیانو ته اته سپارښتنې وکړې .
د ال خلیفه رژیم د اسراییلو په ګټه د بحرین د ښونځیو د روزنیزې محتوا د بدلولو لپاره په پټې دسیسې بوخت دې .
د سوری کردانو قوماندان وایی ترکیه د سوریې د زیاتې برخې د نیولو په لټه کې ده .
اروپایی اتحادیې د اسراییلو په وسیله د فلسطینیانو د کورونو د ړنګولو د بندولو غوښتنه وکړه .
د تهران د جرمونو د مخه نیونکي پولیسو مشر ډګروال جلیل موقوفه اي د ایران په بلواو کښې له دښمنو چینلونو سره د ارتباط د اصلي عامل د نیولو خبر ورکړ
د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران ضد پریکړه لیک په هکله وویل دغه پریکړه لیک کاملا سیاسي او هیڅ فني ارزښت نلري .
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د بریتانیا واکمنانو ته سپارښتنه وکړه خپل توان په ایران باندې د تور د لګولو پرځاې د خپل هیواد د خلکو پراخو غوښتنو ته د توجه کولو او په خپل حکومت کښې د ثبات د رامینځته کولو او د مسلمانانو او د مهاجرانو پرضد د ظلم او د توپیر د ختمولو لپاره وکاروي.
د کابل ځینې ورځپاڼۍ
کلید
د اماراتو له کرکټ بورډ سره پنځه کلن قرارداد
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره یې پنځه کلن قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغان لوبډله په خپل کوربهتوب په اماراتو کې لوبې وکړي.
د کرکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان وايي، د دې هوکړې پر اساس به افغان لوبډله هر کال له اماراتو سره درې شل اوریزې لوبې کوي او په بدل کې به یې د اماراتو کرکټ بورډ له هر ډول فیس پرته افغان لوبډلې ته په دغه هېواد کې د لوبو د کوربهتوب اجازه ورکوي.
د دغه تړون له مخې، به متحده عربي امارت افغان لوبغاړو ته د وېزو د ورکړې او دغه راز په بانکي برخه کې هم مرسته کوي.
د یادونې وړاندې چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې په خپل کوربهتوب د هرې لوبې په مقابل کې سل زره امریکايي ډالر فیس ورکاوه.
د افغانستان سیاسي وضعیت کوم لورته روان دی؟
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آيډې په دغه هېواد کې روان وضعیت خواشینونکی بللی. ناروېژی ډيپلومات کای آیډې چې د ۲۰۰۸ میلادي کال له مارچ میاشتې څخه بیا د ۲۰۱۰ میلادي کال تر مارچ میاشتې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشر او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، له تقاعد پنځه کاله وروسته هم د افغانستان خبرونه څاري او خواشینونکې يې بولي.
هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې یو روغې جوړې ته رسېدل او د سیاسي شخړو حل د خبرو له لارې ناشونی دی.
د کای آیډې له څرګندونو سره هممهاله د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ټول ولس یې ملاتړ کوي.
«دنیا به اخر هم اسلامي امارت په رسمیت پېژني، سیاسي تعامل به کوي او راشه، درشه به کوي، خو که همداسې منظم پاتې شو، لکه دا اوس چې یو.»
خو دا چې بهرنیان ولې د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو دا ډول څرګندونو ته دوام ورکوي، د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وایي چې د افغانستان اوسنی او راتلونکی وضعیت د سیمې او نړۍ په زبرځواکونو پورې تړلی او په خبره یې، هر کله چې د دوی تر منځ د افغانستان پر مسئله یوه هوکړه وشي، حالت به ډېر ژر عادي شي.
«دلته د امریکا، روس، چین، هند او ټولې نړۍ زبرځواکونو سیالۍ روانې دي. دوی د افغانستان منابعو په سر جګړې کوي، کله چې دوی د افغانستان منابعو په اړه یوې پایلې ته ورسېدل، جګړه هم ورسره ختمېږي.»
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي «کای آيډې» څرګندونو ته په اشارې وایي، دا ډول څرګندونې کولای شي چې په هېواد کې د خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي.
«غوره به وي چې د افغانستان په اړه مثبتې څرګندونې وشي او یو سیاسي ډیالوګ رامنځ ته شي، ځکه دا ډول منفي څرګندونې لا فاصلې رامنځ ته کوي چې دا به د هېچا په ګټه نه ده.»
د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین هم د ډله ییز امنیت سازمان په غونډه کې ویلي چې لاهم له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هېوادونو امنیت ته ګواښ متوجه دی.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خوا به دوی ته هېڅ ګواښ پېښ نه شي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.