په سروان او کردستان کې له اشراروزیاته وسله اومهمات کشف اوضبط شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124138-په_سروان_او_کردستان_کې_له_اشراروزیاته_وسله_اومهمات_کشف_اوضبط_شول
په همدارووستیو څو اونیو کې د ایران په  ځينو ښارونو او ولسوالیو کې  له وروستیو  بلواؤ څخه په ناوړه استفادې سره بهرنیو دسیسه جوړونکو او د اخلی تالی څټو د  بلواؤ د زیاتولو او د اړئ ګړئ د جوړولو لپاره  هیواد ته د هرډول وسلو او نشه ایزو موادو د واردولو  بشپړ هڅې کړي چې  په بشپړ ډول ناکام شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2022 01:34 Asia/Kabul
  •    په سروان او کردستان کې له اشراروزیاته وسله اومهمات کشف اوضبط شول

په همدارووستیو څو اونیو کې د ایران په  ځينو ښارونو او ولسوالیو کې  له وروستیو  بلواؤ څخه په ناوړه استفادې سره بهرنیو دسیسه جوړونکو او د اخلی تالی څټو د  بلواؤ د زیاتولو او د اړئ ګړئ د جوړولو لپاره  هیواد ته د هرډول وسلو او نشه ایزو موادو د واردولو  بشپړ هڅې کړي چې  په بشپړ ډول ناکام شوي دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پوله ساتونکي ځواک قوماندان د سروان سرحدي کنډک له پوله ساتونکو سره په نښتې کې د یوه شرغواړي ترهه ګر دهلاکت او  دزیاتو وسلو د کشفیدا خبر ورکړ.

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران دسیستان اوبلوچستان ولایت د سرحدي ځواک قوماندان سردار محمد ملاشاهي پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د سراوان سرحدي کنډک  پوله ساتونکو  چې په یوه ځیر او هوښیار اقدام کې ئې  د ایران خاورې ته د اشرارو او معاندینو د یوې ډلې د راتلو د اطلاعاتو په اساس  عملیات ترسره کړل، په دقیقې پلانونې سره ئې دغه سیمه کلابند  او له اشرارو سره په نښتې کې ئې  یو بلوه غواړی هلاک کړی او د هغه نور ملګری بیرته په تښتې کې بریالي شوي او د هغوي له منګولو یو شمیر  وسلې ،چاودیدونکي مواد او نور وسایل کشف او ضبط شول . سردار ملاشاهي  ټينګار وکړ، ددغه ولایت  پوله ساتونکي  د قانون خلاف له هرډول  فعالیتونو سره  په تیره بیا له  شرارت کونکو سره چورلټ او او هوښیارر چلند کوي او  هیچا ته د امنیت او نظم دګډوډولو  او دناکراریو د رامینځةکولو  اجازت نه ورکوي.