د ایران ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124230-د_ایران_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2022 08:17 Asia/Kabul
  • د ایران ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر د عراق له لومړي وزیر ښاغلي محمد شیاع السوډاني سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د عراق پرمختګ او خپل حقیقي او لوړ مقام ته د دغه هیواد رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه دي او زمونږ باوري یوو چې تاسو داسې کس یاست چې خپلواکه مقام ، وړ تمدن او تاریخ ته د عراق د رسولو او د چارو او د ارتباطاتو د مخ ته د وړلو وس لرئ.

د سعودي عربستان په «تاروت» شیعه میشته جزیرې کښې د ټوریزم په پروژې کښې د ال سعود رژیم د اوه سوه دوه میلیونه ډالرو پانګونې په هکله د خبرونو له ایشوا کیدا وروسته مخالفانو د دغه جزیرې د اسلامي او د عربي هویت د بدلولو لپاره د ریاض د هڅې په هکله خبرداری ورکړ.

د چین پوځ وویل د امریکا یوه جنګي بیړۍ یې چې په غیر قانوني ډول د چین په سمندر کښې د« اسپارتلی» د لانجې وړ جزیرو ته نږدې اوبو ته ورننوتلي وه له سیمې شړلي ده.

د جنوبي کوریا ولسمشر« یون سوک یوان» په یوه بې ساري ګواښ کښې خبرداری ورکړ که چیرې شمالي کوریا اټومي ازموینه وکړي سئول به له خپلو متحدانو سره پیانګ یانګ ته  بې ساری ګډ ځواب ورکړي.

د سوریې کرد ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي او نن سبا د ترکیې له هره ورځې حملو سره مخامخ دي د سوریې د ولسمشر بشار اسد او د دوې ترمینځ د روسیې د مینځګړیتوب غوښتنه کړي ده چې په ګډه توګه او په غږملتیا سره د ترکیې  حملې شنډې کړي.

په اروپايي هیوادونو کښې د اقتصادي کړکیچ له زیاتیدا او په یورو حوزې کښې د انفلاسیون له زیاتیدا سره په یووخت د اروپا مرکزي بانک مشر وویل په اروپا کښې تراوسه انفلاسیون خپل اوج ته نه دی رسیدلی او دغه انفلاسیون به دوام ولري.

د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې تاوتریخوالي دومره زیات شوي دي چې د ملګروملتونو استازي خبرداری ورکړی چې فلسطین چاودیدا ته نږدې شوی دی.

په چین کښې په کورونا ویروس باندې د ککړو کسانو د شمیر له زیاتیدا وروسته چې په هیواد کښې د یوشمیر اعتراضونو د رامینځته کیدا سبب شوي دي په فرانسې کښې هم په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه د پاسه اوه دیرش فیصده اعلان شوی.

د امریکا خارجه وزارت د یمن له انقلابیانو څخه په یوې عجیبه اقدام  کښې په هغو کشتیو باندې چې د یمن تیل چورتالان کوي د حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

د نوي میلادي کال له پیلیدا او په سختو اقتصادي شرایطو کښې د ژوند د تیرو لپاره د امریکا د کورنیو  له هڅې سره په یووخت د امریکا د ریپبلیکن ګوند یوه سناتور  میچ میک کانل د ولسمشر جوبایډن په اقتصاد کړچار باندې سختې نیوکې سره وویل د امریکا اقتصادي حالت د انفلاسیون د پاسه انفلاسیون دی.

()

اوس د تهران د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت  ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په کتنه کښې وویل د عراق پرمختګ او حقیقي مقام ته رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه دي.

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ د وسلې په توګه له ژمي موسم د استفادې لپاره د هڅې په هکله په روسیې  باندې د تور د لګولو په ترڅ کښې ویل دغه تړون د روسیې ولسمشر پوتین ته اجازه نشی ورکولای چې په اوکراین کښې بریالی شي.

په سعودي عربستان کښې د ال سعود د مخالفانو ټولنې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو په تیره بیا په ختیځو سواحلو کښې په تاروت شیعه میشته جزیرې کښې د اهل تشیعو د تاریخي د کلتوري او د مذهبي هویت د له مینځه وړلو لپاره د ریاض د نویو هڅو په هکله خبرداری ورکړ.

د اروپا د پارلمان یوشمیر استازیو له روسیې سره د الجزایر د اړیکو د پیاوړي کولو او د لویدیځ ضد دریځ غوره کولو په دلیل په الجزایر باندې نیوکې سره له الجزایر سره د اروپايي اتحادیې ترمینځ د ملګرتیا په موافقو کښې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین ایشوا کړه انقرې له روسیې سره له غږملتیا وروسته د سوریې په شمال باندې وروستۍ حملې کړي دي.

په ملګروملتونو کښې د روسیې د دایمي استازي مرستیال وویل په روان میلادي کال کښې په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د زور کارول د څه د پاسه یوسل دیرشو فلسطینیانو د وژل کیدا سبب شوي دي.

چین هم ویلي دي چې اسرائیل د فلسطینیانو پرضد خپل سره اقدامات ترسره کړي دي.

د عراق پخواني لومړي وزیر او د الوطنیه ائتلاف  مشر ایاد علاوي په بغداد کښې د ایران له سفیر محمد کاظم ال صادق  سره په کتنه کښې د عراق له خاورې څخه د ایران پرضد د امنیتي ګواښونو له رامینځته کیدا سره په خپل سخت مخالفت ټینګار وکړ.

خبري سرچینې له پي کی کی ډلې سره د مقابلې په پلمه د سوریې په شمال کښې د ځمکنۍ حملې لپاره د ترکیې د پوځیانو د چمتو کیدا خبر ورکوي.

د ترکیې پوځ د سوریې سرحد ته نږدې خپل درانه پوځي تجهیزات او ټانکونه دیره کړي دي.

د پیکینګ او د شانګهاي په شمول د چین په ډیرو ښارونو کښې د کورونا د محدودیتونو پرضد د خلکو د زیاتو اعتراضونو د مخه د نیولو لپاره پولیس دیره شوي دي.

اعتراضونو د چین اقتصاد ته تاوان رسولی او خلکو د ولسمشر د استعفا د ورکولو غوښتنه کړي ده.