ایران او افغانستان د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال په پانګونې ، سوداګرۍ او اقتصادي زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پیاوړتیا په هکله د افغانستان د خصوصي برخې له فعالانو سره خبرې او د نظر تبادله وکړه.
په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د «ابوحنیفه» د ملي او د نړیوال نندرتون د کتنې په ترڅ کښې چې په کابل کښې ترسره شوی دی د افغانستان د خصوصي برخې له مسوولانو سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراخولو په هکله سلامشوره وکړه.
په افغانستان کښې د ایران د سفارت مرستیال دغه راز د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره کتنه وکړه او د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراخولو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
امیر خان متقي له حسن مرتضوي سره په کتنه کښې د ایران لخوا د شیانو د ټرانزیټ او د تجارت په برخه کښې د اسانتیاو د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هم وویل د تهران او د کابل ترمینځ د تجارتي ودې لپاره به د اسانتیاو د رامینځته کولو لپاره ملګرتیا وکړي.
د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته افغانستان له دغه هیواد سره ملګرتیا ته او د دغه ډلې په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګروهنې د نه لرلو په وجه له ډیرو سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دی.
د افغانستان اکثره خلک د خوراکي شیانو او درملو او نورو مشکلاتو سره مخامخ دي.