په ایران د دښمن د سلطې خوب هیڅکله نه محقق کیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان سردار میجر جنرال حسین سلامي وویل په اسلامي ایران د دښمن د سلطې خوب نه محقق کیږي خو د دښمن په ذهن کښې دغه خوب شته او هغه ته د رسیدا لپاره خپل ټول توان کاروي.
هغه نن په قم کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دښمن د ایران د اسلامي انقلاب له فلسفې سره مشکل لري وویل هغه بایکاټ چې ایران د هغه په مرکز کښې پریوت او اوس هم په مرکز کښې دی هغه تر ټولو ورانونکي سټراټيژۍ ده چې یوشمیر هیوادونه یې د یوه ملت پرضد کارولی شي چې دښمن دغه لاره هم وزمویله خو نتیجه یې ترلاسه نکړه.
حسین سلامي وویل ایران نن سبا په پرله پسې ډول د خپل پوځي توان او د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د قدرت د پیاوړي کولو په حال کښې دی چې دغه کار هم د دښمن لپاره د منلو نه دی.
هغه وویل دښمن ټولې لارې امتحان کړي دي خو نتیجه ته نه دی رسیدلی ، له اقتصادي کلابندۍ رانیولي تر تپلي جنګ پورې ،د تکفیر د ښکارندې پراخول ، رواني عملیات، په نړیوال سیاست کښې د ایران د څنګ ته کولو لپاره هڅه او د سیمې په کړکیچونو کښې له رول لوبولو څخه د ایران د لاسونو غوڅول، ټولې لارې بندې دي او دښمن ایران ته هیڅ لاره نلري.