د ایران د بهرنیو چارو وزیر امان ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125124-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_امان_ته_ورسېد
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  د بغداد ۲ په ناسته کې د ګډون په موخه د اردن پلازمینې امان ته ولاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2022 11:23 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر امان ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  د بغداد ۲ په ناسته کې د ګډون په موخه د اردن پلازمینې امان ته ولاړ.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان امان ته په رسېدو سره، د سیمې د مدیرانو، د اردن د بهرنیو چارو وزرات د تشریفاتو او د دې هېواد د ځینو پوځي چارواکو له هرکلي سره مخ شو.

ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو د بغداد ۲ په رسمې ناسته کې د خبرو او د عراق امنیت او ودې په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د نظریاتو وړاندې کولو ترڅنګ، د دې ناستې له ځينو ګډونوالو سره لیدنه او خبرې وکړي.

د بغدا ۲ کنفرانس د عراق همکاره او ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او مشرانو په ګډون سره د دې هېواد د مسائلو په اړه، نن سه شنبه د اردن په کوربتوب ترسره کېږي. د دې بغداد ۲ کنفرانس د ترسره کېدو موخه، له سیاسي او اقتصادي اړخه له عراق سره مرسته او ملاتړ ده. د دې ناستې محوریت د عراق او د ګاونډیو هېوادونو د وضعیت په اړه بحث دی.