له جوزف بورل سره ناسته رغنده او دوستانه وه
امیر عبداللهیان د هغه مذاکراتی پیکیج په اساس د ویانا خبرواترو جمع بندۍ ته د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره چې د میاشتو میاشتو کوټلو خبرواترو نتیجه ده ،مقابل لوري ته سپارښتنه وکړه ، له سیاسی لوبې څخه په ډډه کولو او دیوه رغنده اوحقیقت پال کړچار په غوره کولو سره دې د موافقې دنهائي کیدا لپاره دې لازمې سیاسی فیصلې وکړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پخپل ټولنیز پیغام کې د اروپائي اتحادئې د بهرنی کمیشن له مشر جوزف بورل سره په امان کې لیده کاته رغنده او دوستانه وبلل او وې وئيل په لیدوکاتو سره غلط فهمیانې ختمیږي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په خپل ټولنیز پیغام کې روښانه کړه ،جوزف بورل په دغې کتنې کې د ویانا ایټمی خبرواترو یوې نتیجې ته درسولو لپاره پر خپل کلک هوډ ټينګار وکړ.
حسین امیر عبداللهیان د اردن په پلازمینې امان کې د بغداد-۲ کنفرانس په څنډې کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
امیر عبداللهیان د هغه مذاکراتی پیکیج په اساس د ویانا خبرواترو جمع بندۍ ته د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره چې د میاشتو میاشتو کوټلو خبرواترو نتیجه ده ،مقابل لوري ته سپارښتنه وکړه ، له سیاسی لوبې څخه په ډډه کولو او دیوه رغنده اوحقیقت پال کړچار په غوره کولو سره دې د موافقې دنهائي کیدا لپاره دې لازمې سیاسی فیصلې وکړي.
د اروپائي کمیشن دبهرنی سیاست مشر جوزف بورل هم په دغې کتنې کې په ورستیو میاشتو کې دایران داسلامی جمهوریت په وړاندې د اروپائی اتحادئې د دریځونو او کړچارونو په بیانولو سره دجامعې نړیوالې ایتمي موافقه او روانې ایټمی خبرې اترې له نورو موضوعګانو جلا ددواړو لورو د ایجنډا وبلله او دویانا دخبرواترو یوې نتیجې ته رسولو لپاره ئې د اتحادئې پر کلک هوډ ټينګار وکړ.