د ایران او چین  د تجارتي مبادلاتو د اندازې زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125226-د_ایران_او_چین_د_تجارتي_مبادلاتو_د_اندازې_زیاتوالی
په نړیوال صهیونزم پورې د پیئلو رسنیو او د ایران د اسلامي جمهوري نظام د دښمنانو او مخالفانو له پراخو تبلیغاتو سره سره، په روان میلادي کال کښې د ایران او چین د تجارتي مبادلاتو ارزښت د تیر کال په پرتله ۱۱ فیصده زیات شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • د ایران او چین  د تجارتي مبادلاتو د اندازې زیاتوالی

په نړیوال صهیونزم پورې د پیئلو رسنیو او د ایران د اسلامي جمهوري نظام د دښمنانو او مخالفانو له پراخو تبلیغاتو سره سره، په روان میلادي کال کښې د ایران او چین د تجارتي مبادلاتو ارزښت د تیر کال په پرتله ۱۱ فیصده زیات شوی دی.

د چین ګمرک یا کسټمز نن (پنجشنبه) د یو رپورټ په خپرولو سره وویل: د روان کال په یوولس میاشتو کښې له ایران سره د دې هیواد د سوداګري مبادلاتو ارزښت د تیر کال د ورته مودې په پرتله په ۱۱ فیصده ودې سره ۱۴ میلیارډ او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د ایران او چین د اړیکو مخ په پراختیا بهیر ته په کتنې سره دا حقیقت څرګندیږي چې د دغو دواړو هیوادونو د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ په بهیر کښې هر کال څو فیصده زیاتوالی راځي. د صنعتي او سیاسي او کلتوري چارو په لړ کښې هم د تهران او بیجنګ د تجارتي ملګرتیاؤ بهیر هم په تیرو څو کلونو کښې د پام وړ زیاتوالی ښايي. د ایران او چین د تجارتي ملګرتیاؤ زیاتوالی په داسې حال کښې دی چې بې شکه د دوه اړخیزو او سیمه ایزو طرحو په اجرا او ورڅخه په ګټه پورته کولو سره د ایران او چین د تجارتي مبادلاتو اندازه به د اوسنۍ اندازې لسګونه چنده زیاته شي. په حقیقت کښې د تهران او بیجنګ له مخ په ودې تجارت سره هیڅ شک نشته چې په راتلونکې یوې لسیزې کښې به د دغو تاریخي هیوادونو تجارت سلګونه میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې په مقابل لوري کښې د تهران او بیجنګ د اقتصادي ملګرتیاؤ د اصلي دښمنانو په توګه امریکا او د هغې انډیوالان دي. داسې ښکاري چې دغه حکومتونه چې تل د نورو هیوادونو خلاف خپل پراختیا غواړي او سلطه پال سیاستونه اجرا کوي، په ډیره لږه موده کښې به د ایارن او چین په شان د خپلواکو هیوادونو د ملګرتیا په وړاندې د خپلو سیاستونو په غلط والي پوه شي.

د امریکې حکومت د دویم نړیوال جنګ له ختمیدو وروسته د نړۍ په ډیرو خپلواکو هیوادونو باندې په ظالمانه بندیزونو سره، هغوي خراب کړل او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستې دي. خو سره له دې، د ایران د نابودولو په موخه د امریکايي سیاستوالانو د څه باندې څلورو لسیزو پرله پسې هلوځلو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې او د هغې د انډیوالانو له بندیزونو سره سره ایران په خپلو ځايي توانمنیو او امکاناتو سره توانیدلی چې په خپلو پشو اودریږي او حتی له خپلو اړتیاؤ اضافي برخه د اروپايي هیوادونو په شمول د نړۍ نورو هیوادونو ته هم صادره کړي.

د امریکې حکومت چې یو وخت یې ډیر متحدان درلودل، اوس د مرکزي آسیا او قفقاز، فارس خلیج او د لویدیځې آسیا په هیوادونو کښې په یو څو لویدیځپالو سیاستوالو او خبریالانو سره، د «ون بیلټ، ون روډ» د پروژې د مخنیوي په موخه خپل پوره توان کارولی دی.

دمګړۍ ایران او چین د اقتصاد او ټرانسپورټ په برخه کښې دوه اوږدمهاله ګډې طرحې په ایجنډا کښې لري. د ایران د تیل او ګیس او پټرو کیمیکل صنایعو کښې د چین د پانګونې ۲۵ کلنه طرحه او د (یو کمر بند، یوه لاره) طرحه هغه دوه سترې پروژې دي چې دواړه هیوادونه یې په  اجرايي ایجنډا کښې لري.

د ایران او چین د سوداګرۍ خونې مشر او د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د برخې تکړه کارپوه مجید رضا حریري د روان کال په اپریل میاشته کښې وویل: اقتصادي اړیکې یواړخیزې نه دي بلکې د هیوادونو د ملي ګټو په بنیاد د ګټات-ګټات په توګه برابریږي. ایران هم د هم دغې قاعدې مطابق عمل کوي. له دوه کاله مخکښې نه د اوږدمهاله ملګرتیا لپاره د ایران او چین مذاکرات پیل شول او بلآخره د تیر میلادي کال په آګست میاشت کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ۲۵ کلنې ملګرتیا سند لاسلیک شوی دی.

د ویلو ده چې چین په تیرو څلورو لسیزو کښې توانیدلی چې په یو اقتصادي او تجارتي قدرت او حتی په نړیوالو ډګرونو په یو اغیزناک پانګه وال بدل شي. داشان چې نن سبا چین د دنیا د ۱۲۰ هیوادونو وړومبنې تجارتي شریک ګڼل کیږي او په تیرې یوې لسیزې کښې یې د سیمې له ټولو هیوادونو په تیره بیا د کویت، عراق، عربستان، اماراتو او قطر په شمول په فارس خلیج کښې د ایران له ګاونډي هیوادونو سره نزدې ملګرتیاوې او اړیکې ټینګې کړې دي.

چین له ترکیې سره هم د څلور میلیارډ ډالرو په ارزښت یو تړون کړی دی او د عربستان او اماراتو په شان هیوادونو سره یې د تیلو، ګیس او پټروکیمیکل په برخو کښې ډیر ستر تړونونه لاسلیک کړې دي. دغه ملګرتیاوې د چین د حکومت د جدي او اوږدمهاله سیاستونو نښې دي او ښودنه کوي چې د بیجنګ چارواکي غواړي له امریکې او د هغې له انډوالانو چې د نړۍ په نورو هیوادونو باندې د سلطې په موخه یواړخیزپال سیاستونه مطرح کوي، مخکښې شي. هم دې بهیر د امریکې په مشرۍ د لویدیځو حکومتونو د اندیښنۍ زمینې برابر کړې دي داشان چې ویل کیږي امریکا د نړۍ له هیوادونو سره د چین د ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا د مخنیوي به موخه حتی ممکنه ده جنګ ته مخه کړي.

*/*/*/*/*/*/