Jan 01, 2023 14:37 Asia/Kabul
  • په نړیوالو ټولنوکې د سردارشهیدسلیماني د ترور ثبتیدا

د امریکا این بی سی خبري چینل د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۳ په یوه راپور کی وویل ټرمپ په ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې یعنی اوه میاشتې مخکې د سردار سلیماني د ترور لپاره مشروط حکم صادر کړی وو .

 

د سردار قاسم سلیمانی د ترور د دوسیې دنړیوالو حقوقي چارو د کمیټې مشر عباسعلی کدخدایی وویل امریکا د شهید سلیماني په ټرورولو سره، ټوله نړیوال اصول او قوانین تر پښو لاندې کړل اوپه نړیوالو ټولنو کې د امریکا دغه خلاف ورزۍ ثبت شوی ده .

عباسعلی کدخدایی په تهران کې په لوېدیځه اسیا کې ټروریزم سره د مبارزې په مسلکې ګردی میز کې خبریالانو ته وویل: امریکا د شهید سلیماني په ټرورولو سره، ټول نړیوال اصول او قوانین تر پښو لاندې کړل او امریکایانو په دې کار سره، یوه نړیوال جنایت او لویه خلافورزي کړې ده. هغه زیاته کړه  له دې جنایته وروسته د ایران خارجه وزارت او قضاییه قوې له لورې ګڼ اقدامات شوي او قاضیان دغه موضوع تعقیبوي ترڅو ښه نتیجه ورکړي .

د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي له مرستیال ابومهدی المهندس سره یو ځای د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ټرمپ په حکم په یوه جنایتکارانه او غیرقانوني اقدام کې د امریکاد هوایي ځواکونو له لورې په نښه او په شهادت ورسېدل.د دغه جنایتکارنه اقدام لپاره د ټرمپ پلمه دا ادعا وه چی سردارسلیماني دامریکایانواود هغو د اډو پرضددحملو د پلانونې په هدف عراق ته ولاړ وو او دا مریکا هوایی حمله هم یووارمخکې اقدام وو . په داسې حال کی چی دا مسله حتی د امریکا د لوړرتبه چارواکو په وسیله هم رد شوه . په حقیقت کې داسې ډیرې نښې نښانې او د لوړرتبه امریکایی چارواکو څرګندونې ښی چی واشنګټن له میاشتو راهیسې په دې زمینه کې فیصله کړی وه او یوازې د دغه جنایتکارانه طرحې د اجرا لپاره د مناسب وخت په تمه وو .

د امریکا این بی سی خبري چینل د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۳ په یوه راپور کی وویل ټرمپ په ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې یعنی اوه میاشتې مخکې د سردار سلیماني د ترور لپاره مشروط حکم صادر کړی وو . د ټرمپ د امنیتی او پوځی سلاکارانو له نظره له داعش سره په مبارزه کې د دو مهمو ایراني او عراقي قوماندانانو په توګه په بغداد کې د سردار سلیماني او ابومهندی المهندس شتون چی د اسیا په لویدیځه کې د امریکا د هدفونود تحقق لپاره جدی خنډونه وو ، داسې فرصت وو چی باید له لاسه ورنکړل شي او په دې ډول امریکایانو په هغو په ناځوان مردانه حملې سره دغه ستر جنایت ترسره کړ .

کدخدایی د شهید سلیمانی د ترور د حکم لپاره د ټرمپ د پلمې په اړه وایی هیڅ سپیناوې چی امریکایانو د دغه جنایت د ترسره کولو لپاره درلوده ، د تایید وړ ونه ګرځیده او نن په نړیوالوټآولنو کې د نړیوال سند په توګه ثبت دې چی امریکایانو په دغه جنایتکارانه اقدام سره یو ستره نړیواله خلاف ورزۍ کړی ده .

ملګروملتو هم دغې چارې ته پام کړی دی او د ملګروملتو ځانګړی راپورټر اګنس کالامار هم په دې زمینه کې ویلی دی د جنرال سلیماني پرضد د خپلې ډرون الوتکې د حملې د توجیه لپاره د امریکا پلمې د یوه حتمی او نږدې ګواښ د شتون په اړه هیڅ ډول شواهد نشته دي .

بله مسله دا چی امریکا په یوې بې مخنیې او د نړیوال عرف په بشپړه اپوټه اقدام کی د ایران  د وسله وال ځواک یو لوړ رتبه مقام باندې ترهه ګره حمله وکړه له دې پرته چی دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ اعلان شوی وي .

کدخدایي په دې اړه وایی  چي د نړیوالو او سیاسي شخصیتونو د خوندی توب  رعایتول یو نړیوال عرف دی او په دغه چوکاټ کې د شهید سلیمانی حرمت هم باید ساتل شوې وای خو سردار سلیماني او ملګرو یې د امریکا د جنایت په پایله کې شهیدان شول، په دغه جنایت کې ښکیل کسان باید سزا ومومي.

د امریکا دغه جنایتکارانه اقدام بی شکه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ حسابیږی نوځکه  باید په نړیوالو قضایی ټولنو کې د ایران په اپیل غور وشي .

 

 

 

 

ټیګونه