May 05, 2024 15:12 Asia/Kabul
  • ایران د ختیځ او د لویدیځ لپاره د پرمختګ مثالي بیلګه دی

پارس ټوډې – د روسیې شاعره، لیکواله او ایران پيژاندي میرمن« لوډمیلا اوډیووا» باوري ده اوسمهاله ایران د پرمختګ اوږده لاره چې څو پیړیو ته ضرورت لري له اسلامي انقلاب وروسته په څو لسیزو کښې کچ کړي ده او د نړۍ د ختیځ او د لویدیځ لپاره په مثال وړ هیواد بدل شوی دی.

د روسیې شاعرې او لیکوالې چې  د ایران د اسلامي انقلاب ، د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د  اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په هکله یې  اته کتابونه لیکلي دي دغه خبرې په ماسکو کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې کړي دي.

د روسیې دغه میرمنې چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په کلونو کښې په تهران کښې د پخواني شوروي اتحاد د یوه ډیپلوماټ د میرمنې په توګه یې  په ایران کښې ژوند کاوه  باوري ده: ایران یو داسې تر ټولو ځلانده او ستر هیواد دی چې له خپل خاص معنوي کلتور څخه برخور دی.

هغه چې په تهران کښې د روسي ژبې د تدریس مخینه لري وویل ما تر اوږدې مودې پورې په ایران کښې کار وکړ  او هم له انقلاب مخکې او هم له انقلاب څخه وروسته د ایران او د عراق د جنګ کتونکي وم .

پر دې اساس ویلی شو چې ایران په دغو کلونو کښې په خپلې پراختیا کښې اوڅاره وده کړي ده چې ستر مشر ، د زخمت کشو خلکو او د ایران د زیارکښو خلکو بریاوې دي.

د روسیې دغه شاعرې او لیکوالې جوته کړه د ایران لرغونی کلتور  د شعر ، د معمارۍ او د هنر د کلتور له داسې  خزانې برخور دی چې ډیرې هیوادونه یې نلري.

د روسیې شاعرې او لیکوالې اوډیووا د نړیوال مدیریت له نادعالانه جوړښت سره د مقابلې لپاره د ایران او د روسیې پیوستون ته په اشارې سره وویل په اوسنیو شرایطو کښې باید د ایران او د روسیې اړیکې پراخې کړو، هغه هم په داسې شرایطو کښې چې زمونږ هیوادونه ګډ دریځونه او لیدتوګي لري.

د روسیې د نظر دغه خاوندې وویل ایران او روسیه روحي او کلتوري جرړې لري او د دواړو هیوادونو خلک تر ډيره حده زخمت کش او زیار ایستونکي دي او رښتیوني اراده لري چې خپل هیوادونه تر ټولو لوړې سویې ته ورسوي.

 

ټیګونه