د قاسم سلیماني د ټرور له عواملو غچ اخیستل له اجنډا څخه نه دي ایستل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت یوه پیغام کښې ټینګار وکړ
چې د سردار سلیماني د ټرور له حکم ورکونکو ، مباشرانو او عاملانو انتقام به هیڅکله د اسلامي نړۍ د ځوانانو او په دنیا کښې د هغه له اراتمندانو له اجنډا خارج نشي.
محمد باقري په یوه پیغام کښې وویل هغه ورځ چې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور امرانو او عاملانو خپل شیطاني پلان عملي کړ شاید داسې تصور یې کاوه چې د اسلامي دنیا په جغرافیې کښې یې د خپلو سلطه غواړو او استکباري هدفونو تر ټولو ستر خنډ له مینځه وړی دی خو د وخت په تیریدا سره حقیقت بل شان دی.
د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري زیاته کړه د مقاومت اتل(Hero) که څه هم نن زمونږ په مینځ کښې نشته خو هغه په خپل شهادت سره د دنیا د حق غواړو او د ازاد فکره کسانو مخ ته لاره خلاصه کړي ده او هیڅوک دغه لاره هیڅوک نشي بندولای.
هغه وویل د قاسم سلیماني تفکر نن سبا د نړۍ په ازادي غواړو او د اسلامي ټولنو په ځوانانو کښې خپور شوی او د هغه نوم په خپل نفس باندې د اعتماد او په دښمن د غلبې رمز دی او له دې کبله دی چې ذلیل دښمانان حتی په اینټرنیټ پاڼو کښې هم د هغه له نوم څخه ویریږي.
د امریکا جنایتکار رژيم د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دریمه نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د عراق د ولسي الحشد الشعبي ځواک له نائب رئیس ابو مهدي المهندس او څو نورو کسانو سره یوځاې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په داسې حال کښې چې هغه د عراق په رسمي بلنه دغه هیواد ته ورغلی وو شهید کړ.
تاریخ به د امریکا د ترهګرو او ټروریسټو ځواکونو دغه جنایت هیڅکله هیر نکړي.