Jan 02, 2023 14:26 Asia/Kabul
  • سردار سلیماني؛ سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د مقاومت بیلګه:-

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان شهید سردار قاسم سلیماني په څو لسیزو هڅو کښې د عراق د سوریې د فلسطین او د لبنان په شمول په سیمه کښې د مقاومت جبهې ته ارزښمن خدمتونه وکړل؛ داسې خدمتونه چې د مقاومت مشران هغه تل پاتې او ژوندي ګڼي.

بې شکه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار قاسم سلیماني چې د دوه زره شلم میلادي کال د جنورۍ په دریمه نیټه د عراق د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په ترهګرې حملې کښې شهید کړی شو له ترهګرو ډلو او د دوې له ملاتړو سره په مبارزې کښې د مقاومت د جبهې په بریالیتوبونو کښې اغیز شیندونکی رول درلود.

د شهید قاسم سلیماني په قومندنۍ د مقاومت چورلیز وتوانید هغه ستره فتنه چې د رامینځته کیدا په حال کښې وه شنډه کړي او حالت د اوسني ثبات پړاو ته ورسوي؛ د قاسم سلیماني اقدامات سبب شول په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې خلافت له مینځه لاړ شي او هغه په دنیا کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د بیلګې په توګه یاد شي.

داعش ډلې د جوړیدا له دوام څخه په سوریې او عراق کښې د مسلمانانو او د عیسایانو پرضد ډیر زیات جنایتونه وکړل او د دغو دوو هیوادونو ګڼ شمیر خلک یې ووژل.

په دوه زره یولسم میلادي کال کښې په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې په پراخ پرمختګ او د خلکو په بې رحمانه ډول وژلو او د مذهبي ځایونو او د کلتوري میراث او د لرغونو اثارو په تباه کیدا او د خلکو د مالونو په چورتالان کیدا او له دغه ډلې سره په مقابلې کښې د عراق او د سوریې ناتوانۍ  وروسته چې د ډیرو پوځي قومندانانو په وینا داعش د سوریې د ولسمشر د ماڼۍ دروازو ته رسیدلي وه له ایران څخه غوښتنه وشوه چې له دغو ترهګرو سره په مقابلې کښې ورسره مرسته وکړي.

له دغه غوښتنې وروسته د مقاومت جنګیالیو د قاسم سلیماني په قومندنۍ د مسلمانانو او د عیسایانو په شمول د عراق او د سوریې له خلکو سره مرستې ته ورودانګل.

قاسم سلیماني د کورنیو ظرفیتونو په فعالولو او په عراق کښې د حشد الشعبي او په سوریې کښې د ملي دفاع ځواکونو یعني «قوات دفاع وطني» په شان د ولسي ارګانونو په جوړولو سره په نهایت کښې ترهګرو ته ماتي ورکړه.

قاسم سلیماني په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې پرضد د خپل شتون په موده کښې دداعش ډلې له منګولو  د تکریت د جرف الصخر د موصل د دیرالزور د حلب او د رقه  په شان د سیمو په ازادولو کښې  چورلیزي رول ولوبوه.

د عراق پخوانی لومړی وزیر نوري مالکي په دې زمینه کښې وايي هغه وخت چې داعش ډلې په عراق باندې یرغل وکړ که چیرې حاج قاسم سلیماني او له ایران څخه عراق ته وسلې نه وائ استول شوي نو مونږ به له ډیرو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کیدلو. هو  دا خبره سمه ده چې مونږ په دغه وخت کښې وسلې واخیستلې خو د دنیا هیوادونو په هغه وخت کښې چې ضرورت وو مونږ ته وسلې رانکړې. سره له دې حاج قاسم سلیماني د هغه رول په دلیل چې په عراق کښې یې درلود او هم په عراق کښې د دائمي شتون په وخت له مونږ سره زیاتې مرستې وکړې».

قاسم سلیماني دغه راز د سوریې د ډیرو زیاتو ځمکو چې ترهګرو نیولي وې په ازادولو کښې مهم رول ولوبوه؛ هغه د سوریې د داخلي ظرفیتونو په پيژندلو او له ولسي ځواکونو څخه د استفادې لپاره د دمشق چارواکو ته په سپارښتنې سره هم د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې د پوځ د پیاوړتیا او هم د سوریې له قانوني حکومت څخه د ولس د ملاتړونو د زیاتیدا سبب شو.

د سوریې ولسمشر بشار اسد په دوه زره شلم میلادي کال کښې  د قاسم سلیماني د شهادت په مناسبت د تسلیت په پیغام کښې وویل د سوریې خلک به هیڅکله شهید قاسم سلیماني چې د سوریې د عربي پوځ  او د ترهګرۍ او د هغوې د ملاتړو پرضد د سوریې د دفاع لپاره ولاړ و هیڅکله هیر نکړي او د ترهګرو ډلو پرضد په ډیرو بریالیتوبونو کښې به د قاسم سلیماني رول هیر نکړي.

واضح خبره ده چې شهید قاسم سلیماني په خپلو اقداماتو او داعش ډلې ته په ماتي ورکولو سره په سیمه کښې د مقاومت جبهه پیاوړي کړه او د عراق او د سوریې په شمول د اسلامي هیوادونو د ویشلو لپاره د امریکا د صهیونیسټ رژيم او ددوې د ملاتړ د دسیسو د تحقق مخه یې ونیوله؛ هغه دغه راز له داعش ډلې سره د هراړخیزه مبارزې او د ولسي ډلو په جوړولو او ملاتړ کولو سره وتوانید د دغه ترهګرې ډلې واکمنۍ نابوده کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیرې یکشنبې ورځ د سردار سلیماني د شهادت د کلیزې  د مراسمو د لمانځلو د کمیټۍ له غړیو او د سلیماني د کورنۍ له غړیو سره په کتنه کښې د مقاومت جبهې ته د نوي روح ورپو کول د هغه ډیر ستر کار وباله او زیاته یې کړه  قاسم سلیماني د مقاومت په مادي، معنوي او روحي پیاوړتیا سره دغه وده موندونکي او پاتیدونکي ښکارنده د صهیونیسټ رژیم او د امریکا او د نورو استکباري هیوادونو په مقابل کښې وساتله هغه یې سمبال او احیا کړه.

 

ټیګونه