د قاسم سلیماني له قاتلانو انتقام اخیستل پریکنده دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د شهید حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د سلیماني له قاتلانو او عاملانو غچ اخیستل پریکنده چاره وبلله.
په دغه بیانیې ویل شوي دي د حاج قاسم سلیماني مظلومانه شهادت، د هغه نوم د هغه یاد ، ایډیالونه او په لویدیځې سیمې کښې د مقاومت د قومندان ویاړ رامینځته کونکي حماسه چې بشري ټولنو، او د ملتونو له ظلم سره د مبارزې او د حق غوښتونکو او د مومنانو مجاهدانو او د ځوانو نسلونو او د نړۍ د عمومي افکارو د پام مرکز دی کوم چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې له استکبار سره د مبارزې او د مقاومت ډلو د پراخیدا سبب شوي ده .
بل خبر دا چې د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني د قاسم سلیماني د وینې بدل اخیستل د وسله والو ځواکونو دائمي اجنډا وبلله.
هغه وویل د شهید سلیماني ټرور چې د تاریخ د تر ټولو غورځیدل شویو کسانو لخوا ترسره شول د دغه حقیقت بیانونکی دی چې هغه نه یوازې د نړۍ د مظلومو ملتونو او د حق غواړو په ملاتړ کولو کښې سمه لاره غوره کړه بلکې په خپله د هدایت په یوې ډیوې بدل شو چې اسلامي امت د نړیوال استکبار له بند څخه د ملتونو د ژغورنې د قدس شریف د ازادۍ او د نړۍ د مستضعفانو د ملاتړ په شان د لوړو هدفونو په لور هدایت کاندي.