د فرانسې دولت دې خپل حدود وپېژني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125740-د_فرانسې_دولت_دې_خپل_حدود_وپېژني
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د فرانسوي خپرندوی له لوري د دیني او سیاسي مرجعیت پر وړاندې د کاریکاتور  خپرولو سپکاوي ګام ته په غبرګون کې ویلي، د فرانسې دولت باید له خپل حدود وپېژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • د فرانسې دولت دې خپل حدود وپېژني

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د فرانسوي خپرندوی له لوري د دیني او سیاسي مرجعیت پر وړاندې د کاریکاتور  خپرولو سپکاوي ګام ته په غبرګون کې ویلي، د فرانسې دولت باید له خپل حدود وپېژني.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په یوه ټوییټ کې ولیکل: د فرانسوي خپرندوی له لوري د دیني او سیاسي مرجعیت پر وړاندې د کاریکاتور  خپرول او سپکاوی، له پرېکنده او ګټور ځواب پرته به نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، ایران د فرانسې دولت ته اجازه نه ورکوي چې له خپل حدودو واوړي.

ایران په کراتو د اسلام ضد ګامونو اجازې او په دې برخه کې د بیان آزادۍ په اړه د لوېدیځو په ځانګړې توګه د اروپا سیاستونه غندلي دي.