دایران اوافغانستان ځینې ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125742-دایران_اوافغانستان_ځینې_ورځپاڼۍ
د سردار سلیمانی یو ستر کار د امریکا د باو ماتول وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2023 11:13 Asia/Kabul
  •  دایران اوافغانستان ځینې ورځپاڼۍ

د سردار سلیمانی یو ستر کار د امریکا د باو ماتول وو .

 

کیهان

دغې ورځپاڼۍ هم د نورو اکثرو ورځپاڼو په شان د سردار شهید سلیمانی د دریمې کلیزې په عظیمې ولسی غونډې کې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي ویناو ته انعکاس ورکړی دی او د هغه له قوله یې په غټو ټکیو لیکلی دی د سردار سلیمانی یو ستر کار د امریکا د باو ماتول وو .

ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کې لیکی چی هغه په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت ا...علیه په مصلای کښې د سردار قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې د لمانځلو په سترې ولسي غونډې کښې په دې خبرې سره چې د عدالت غواړو او د بدلون غواړو انسانانو وجود د بقا او د میدان دارۍ سرچینه ده وویل سردار قاسم سلیماني داسی شخصیت و چې نه یوازې د ایران د ملت بلکې په نړۍ کښې د مسلمانو ملتونو په فکر کښې و.

د ایران ولسمشر زیاته کړه د شهید قاسم سلیماني د کلیزې لمانځل، له استکبار او ترهګرۍ سره د مبارزې نړیواله څیره او د ټولو خوبیانو درنښت کول او د سلطې د نظام ، استکبار او ظلم څخه بیزارۍ او د نفرت اعلانیدل دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د نړۍ ټولو ازادو غواړو ته د قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مراسمو کښې د ګډون پیغام دا دی چې باید د ظلم او د استکبار په وړاندې په مقاومت کولو سره د مستکبرانو او د ظالمانو لاره ونیسو. هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې شهید سلیماني په دنیا کښې د امریکا رعب مات کړ زیاته کړه سلیماني هم هویت جوړونکی او هم په سیمه کښې د اسلامي هویت احیاګر و.

ابراهیم رئیسي امریکا او د ایران د اسلامي انقلاب دښمانانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ هماغه ډول چې قاسم سلیماني د استکبار، سلطې او د زیات غوښتنې او ظلم په مقابل کښې ودرید او په سیمه کښې یې مقاومت رامینځته کړ نن سبا به هم د ایران زړور ځوانان د دښمانانو په مقابل کښې ودریږي.

د امریکا سی این این چینل  په یوه راپور کې ویلی دی ایران به ستر علمي قدرت شي .

فایننشل ټایمز په یوه اټکل کی لیکلی دی سږ کال به برتاینه وتال تر ټولو اوږده او بدترین اقتصادي ځور سره مخامخ شي .

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران په ټولو سویو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ارواښاد قومندان شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور موضوع تعقیبوي.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب ا...مشر سید حسن نصر ا...وویل سردار قاسم سلیماني د ولایت سرباز و او هغه وصیت وکړ چې د خپل قبر د پاسه «سرباز ولایت» ولیکل شي او هغه دا ډول ژوند کاوه.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د لویدیځو حکومتونو په مقابل کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قدرت اعتراف وکړ

اطلاعات

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د سردار سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د خلکو د ولولناک او عظیم ګډون یو انځور چاپ کړی دی او لیکلی یې دي د مقاومت غچ پریکنده دې .

اطلاعات په دې اړه د سپاه پاسداران ځواک بیانیې ته هم اشاره کړی ده . د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د شهید حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د سلیماني له قاتلانو او عاملانو غچ اخیستل پریکنده چاره وبلله.

په دغه بیانیې ویل شوي دي د حاج قاسم سلیماني مظلومانه شهادت، د هغه نوم د هغه یاد ، ایډیالونه او په لویدیځې سیمې کښې د مقاومت د قومندان ویاړ رامینځته کونکي حماسه چې بشري ټولنو، او د  ملتونو له ظلم سره د مبارزې او د حق غوښتونکو او د مومنانو مجاهدانو او د ځوانو نسلونو او د نړۍ د عمومي افکارو د پام مرکز دی کوم چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې له استکبار سره د  مبارزې او د مقاومت ډلو د پراخیدا سبب شوي ده .

د عراق لوړ رتبه مجتهد ایت ا... سیستاني د طالبانو د ظلمونو په وړاندې د افغانستان له میرمنو پریکنده ملاتړ اعلان کړ .

په یوه راپور کی ایسلینډ د دنیا تر ټولو امنه او افغانستان تر ټولو ناامنه هیواد وبلل شو .

اوکراین ادعا کوی چی په یوه توغندوی حمله کې یې ۴۰۰ روسي عسکر وژلي دي .خو له بل پلوه د روسیې دفاع وزارت په بیلابیلو چورلیزونو کښې د اوکراین د یوشمیر نورو پوځیانو د وژل کیدا او د هغوې د ځینو پوځي وسلو د تباه کیدا خبر ورکړ.

پاکستان افغان طالبانو ته سخت ګواښ ورکړ .ورځپاڼه لیکی

د پاکستان د ملي امنیت د شورا د غړیو په توګه د پاکستان د سیاسي د امنیتي او د پوځي مشرانو خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د افغانستان د طالبانو چارواکو هم متقابلا خپل ختیځ ګاوندي پاکستان ته د ترهګرو ډلو د پناه په مرکزونو باندې د حملو په پلمه د افغانستان په خاوره کښې د هرډول یواړخیزه اقدام یا عملیاتو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اسرائیلو د توکمپال او د ناجایز رژیم د کابینې د وزیر لخوا د الاقصی جومات سپکاوی په کلکه وغاند.

کلید

د ماشومتوب له حقونو بې برخې ماشومان

د هلمند په یو شمېر ولسوالیو او سیمو کې په زیات شمېر تنکي هلکان اونجونې په کرنېزو ځمکو کې د پنبې په راټولولو بوخت چې د عمر په پرتله خورا سخت کار ګڼل کیږي.

د مېرمنو پر کار بندیز افغانستان له خطر سره مخ کوي

د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د مېرمنو پر کار بندیز به افغانستان له خطر سره مخ کړي.

په عینو مېنه کې د ښځینه‌وو مارکېټ هم وتړل شو

په هېواد کې پر ښځینه وو د محدودیتونو پر دوام دا ‌ځل په کندهار کې هغه مارکېټ تړل شوی چې ټولې کارمندانې او دوکاندارانې یې ښځینه وې.

مسیر

پاکستان: د ترهګرو د شتون په اړه کابل سره شواهد شریکوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء ا...یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګر له افغانستان څخه راځي بریدونه کوي او بیا بېرته هلته تښتي او په دې اړه به کابل ته ثبوتونه وړاندې کوي. هغه د پاکستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت شورا په ناسته کې د پوځ مشر په ډاګه کړه چې د تحریک ط البان په څېر ترهګرو ډلو سره به مذاکرات نه کیږي.

رانا ثناءا...، ویلي کله چې له بهره څوک برید کوي، نو نړۍوال قانون دا اجازه ورکوي چې د خپل هېواد د دفاع لپاره د هغه د برید مخه باید ونیول شي. تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی به له ځانه سره ددفاع په موخه د ټي ټي پي مرکزونه په افغانستان کې په نښه کوي. رانا ثناء ا... ویلي چې د ټي ټي پي په اړه به د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې کوي، هغوی ته به ثبوتونه او شواهدونه وړاندې کوي، ځکه چې ترهګر له افغانستان څخه راځي، دلته بریدونه کوي، بیا بېرته هلته تښتي.

افغان حکومت: پاکستان دې له بې بنسټه او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي

د طالبانوسرپرست حکومت وايي،‌ له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړيکي‌ غواړي‌ خو زیاتوي‌ چې پاکستان دې هم بې بنسټه او پاروونکې څرګندونې نه کوي.‌ د طالبانو ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستان حکومت پرون د خپل هېواد په امنیت شورا کې ویلي‌ وو هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه ورکړي. دغه څرکندونو ته د ا.ا ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي پاکستان هم مسوولیت لري چې د وضعیت د کابوکېدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پاروونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي. افغان حکومت د پاکستان وروستۍ څرګندونې ناسمې او د تاسف وړ بللي‌ دي. د ا.ا ویاند دغه راز ویلي د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.