د ایران د ولسمشر مرستیال:
ایران له عربستان سره د خبرو اترو لپاره تیار دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د پارلماني چارو مرستیال له سعودي عربستان سره د خبرو اترو لپاره د تهران د چمتووالی خبر ورکړی دی.
سعودي عربستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په تهران او مشهد کې د دې هیواد په سفارت او کنسولګری باندې د یو شمېر خلګو د برید په پلمې سره، ایران سره یې خپلې ډیپلماټیکې اړیکې غوڅې کړې.
له هغه راهیسې د عراق په مینځګړیتوب سره، په بغداد کې د ایران او عربستان تر مینځ پنځه پړاوه خبرې اترې تر سره شوې دي.
د ایران او د سعودي د استازو تر مینځ د خبرو اترو پنځم پړاو د مخکنیو پړاونو په پرتله د دواړو هیوادونو د خبرو اترو د دوام لپاره روښانه لړلید درلوده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال سید محمد حسینی د برازیل د ولسمشر د لورې په مراسمو کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره، کتنې ته په اشارې سره، وویل: تهران د عراق په مینځګړیتوب له سعودي سره، د خبرو اترو د دوام غوښتونکی دی.
حسینی وویل: عربستان هم ټینګار کوي چي باید خبرې اترې دوام وموندي او د دواړو لورو تر مینځ اندېښنې باید هوارې شي څو د دواړو هیوادونو تر مینځ ډیپلماټیکې اړیکې بیا پیل شي.
د سعودي خارجه وزیر هم په دې باندې په ټینګار سره چي د ایران او سعودي اړیکې په ټولې سیمې اثر کوي، ویلي: ریاض هم غواړي چي په روانو اندېښنو باندې بحث وکړي څو یوې نتیجې ته ورسیږي.