فضا ته د ځایي سټلایت لېږد د دښمن بندیزونه شنډ کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125776-فضا_ته_د_ځایي_سټلایت_لېږد_د_دښمن_بندیزونه_شنډ_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایراني ماهرینو له لورې په ځایي ټکنالوژی سره، فضا د سټلایټ لېږدول، په رسندویې ډګر کې د دښمنانو د بندیزونو شنډوونکی وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2023 08:14 Asia/Kabul
  • فضا ته د ځایي سټلایت لېږد د دښمن بندیزونه شنډ کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایراني ماهرینو له لورې په ځایي ټکنالوژی سره، فضا د سټلایټ لېږدول، په رسندویې ډګر کې د دښمنانو د بندیزونو شنډوونکی وباله.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د فضایي شورا په غونډه کې فضایي صنعت قدرت رامینځ ته کوونکی وباله او په دې لړ کې د ځایي ټکنالوژی په مټ د اهدافو د تر لاسه کولو په ضرورت تاکید وکړ.

هغه یادونه وکړه چي په فضایي صنعت کې د هیواد څېړنیزې اړتیاوې تامنېدایشي او په دې زمینه کې د پیسو لګول په اقتصادي او تجارتي ډګر کې زیاتې ګټې له ځان سره لري.

رئیسي وویل د فضایي صنعت په ډګر کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې د هغو بندیزونو اثرات شنډ کړي چي د ایران د انزوا او پس پاته والې په هدف سره، د دښمن له لورې لګېدلي دي.

هغه د دې په بیانولو چي ایران یو له هغو هیوادونو دی چي فضا ته د سټلایټ د لېږدولو وړتیا تر لاسه کړې، زیاته کړه: فضا ته د ځایي سټلایټ لېږد به مونږ د ټلویزیونې چېنلونو د نشرولو لپاره له بهرنیو سټلایتونو څخه بې نیازه کړي.