د ایران خارجه وزارت ته د فرانسې د سفیر احضارېدا
ملي او مذهبي مقدساتو ته د یوې فرانسوۍ نشریې له سپکاوی وروسته په تهران کې د فرانسې سفیر د خارجه وزارت له لورې احضار شو.
د فرانسې شارلي ابدو نشریې چي له دې مخکې د اسلام د ګران پیغمبر سپکاوی کړی وو په یوه تازه پېښه کې د اسلامي نړۍ ملي او مذهبي شخصیتونو ته له سپکاوی ډک کارټون او سپک سپوري الفاظو سیالۍ جوړه کړې وه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د فرانسې سفیر ته د احضاریې پر مهال، د تهران د سختو اعتراضاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت خپل ملي او مذهبی ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی نه شي زغملای او فرانسه د دې حق نه لري چي د بیان د ازادی په پلمې سره، نورو هیوادونو او مسلمانو ولسونو ته د سپک سپورو توجیه وکړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند قران کریم او نبی اکرم ص ته د فرانسوۍ نشریې سپکاویو ته په اشارې سره، جوته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د فرانسې حکومت د دغه کرکه پاروونکی او سپک اقدام د پایلو مسئول ګڼي.
هغه د فرانسې سفیر ته د رسمي اعتراضي لیک په ورکولو سره، یادونه وکړه چي ایران فرانسوۍ نشریې د خلافورزیو په وړاندې د فرانسې د حکومت د مناسبو اقداماتو په تمه دی او غبرګون لپاره خپل حق محفوظ ګڼي.