صهیونیستانو ته د سپاه پاسداران د عملیاتي مرستیال ګواښ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125792-صهیونیستانو_ته_د_سپاه_پاسداران_د_عملیاتي_مرستیال_ګواښ
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عملیاتي مرستیال د صهیونیست رژیم مشرانو ته په خطاب کې ویلي: په دې ډآډه ووسئ چي واکمنۍ مو ۸۱ کلنۍ په سترګو نه شي لېدای، له دننه به ړنګ شئ، ستاسو د نسکورتیا نښه ستاسو په ائتلافي کابینو کې ښکاره شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2023 12:47 Asia/Kabul
  • صهیونیستانو ته د سپاه پاسداران د عملیاتي مرستیال ګواښ

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عملیاتي مرستیال د صهیونیست رژیم مشرانو ته په خطاب کې ویلي: په دې ډآډه ووسئ چي واکمنۍ مو ۸۱ کلنۍ په سترګو نه شي لېدای، له دننه به ړنګ شئ، ستاسو د نسکورتیا نښه ستاسو په ائتلافي کابینو کې ښکاره شوې دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال جنرال عباس نیلفروشان د صهیونیست رژیم لومړي وزیر ته په خطاب کې وویل: نتانیاهو بې ځایه هلې ځلې مه کوه، د انقلاب تکانونه د تل ابیب تر کوڅو پورې رسېدلي، له دسیسو څخه لاس واخله، هرڅومره چي هلې ځلې وکړې هغومره ښخېږئ.

سردار نیلفروشان زیاته کړه: د اسلامي ایران ستر ولس د انقلاب په سنګر کې د صهیونیست د جعلې رژیم تر نابودی پورې ولاړ دی او خپلې هلې ځلې جاري ساتي.