سردار سلامي د شهید سلیماني د مقام درنښت وکړ
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان تیر ماښام د کرمان ګلزارِ شهدا ته په تګ سره د شهید سردار قاسم سلیماني د لوړ مقام احترام او درنښت وکړ
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان تیر ماښام د کرمان ګلزارِ شهدا ته په تګ سره د شهید سردار قاسم سلیماني د لوړ مقام احترام او درنښت وکړ
سردار حسین سلامي هم داشان د ګلونو په وړاندې کولو او د فاتحې په لوستلو سره په دغه مقدس ځاې کښې د دفن شویو یو زر او یوولسو شهیدانو یاد ولمانځه.
په دې موقع د بسیج د مستضعفینو د سازمان غږملوونکی مرستیال او یوشمیر نورو پوځي او پولیسي قومندانانو او چارواکو د سپاهِ پاسداران د مشر قومندان ملګرتیا وکړه.
سردار سلامي د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په وروستۍ غونډې کښې د ګډون په موخه کرمان ته تلی دی کومه چې نن ترسره کیږي.