Jan 08, 2023 15:30 Asia/Kabul
  • د سردارسلیماني تروراود ایران سخت انتقام

هغه په خپل راپور کې وویل تقریبا له اډې هیڅ باقی ندي پاتې او ډیره عجیبه ده چی په داسې کنډواله کې چاته توان نه وی رسیدلې .

 

د ۲۰۲۰کال دجنورۍ  د دریمې سهار وختي د امریکا د بې پيلوټه  الوتکو په توغندوي حملې کې د اسلامی ا نقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس د ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني  دعراق دالحشد الشعبی ولسی ځواک مرستیال ابو مهدي المهندس  او ورسره مبارز ملګري شهیدان شول . دغه حمله نیغ په نیغه د امریکا د وخت ولسمشر ډونالډټرمپ په حکم سره وشوه .

د امریکا په دغه ترهه ګر اقدام پسې داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د ۲۰۲۰کال دجنورۍ په اتمه نیټه په څوبالسټیک توغندیوسره دعراق په الانبار ولایت کې د امریکا عین الاسد ستر پوځي مرکز هدف وګرځوه .دا توغندوي حمله په داسې حال کې ترسره شوه چی  په تیرو اتولسیزوکې د هیڅ هیواد لخوا پرې پوځی تیرې نه وو شوې  . د امریکا په پوځی اډو وروستۍ حمله کابواتیا کاله وړاندې د جاپان په وسیله په پرل هاربرسمندري اډې شوی وه چی په هغې پسې بیا امریکا دوهم نړیوال جنګ ته ودانګل .ایران په عراق کې په موجودو ۱۴ اډوکې په ترټولو سنبالې او سترې اډې حمله وکړه . د عین الاسد پوځی اډه چی د صدام حسین په دیکتاتورۍ پړاوکې یې القادسیه نوم درلوده .

د امریکا خبري چینل سی این این د ایران له توغندوي حملې درې ورځې وروسته د عین الاسد د حملې د پاییلو لومړنی ویډیویی انځورونه خپره کړل . د دغه چینل خبریال اروا دامون  په هغو کنډوالوکې په شتون سره چی یووخت د امریکایی عسکرو سنباله پوځی اډه وه ، انځورونه خپاره کول . هغه په خپل راپور کې وویل تقریبا له اډې هیڅ باقی ندي پاتې او ډیره عجیبه ده چی په داسې کنډواله کې  چاته توان نه وی رسیدلې .

د امریکا ولسمشر ټرمپ چی نیغ په نیغه یې د سردار سلیماني د ترور حکم ورکړی وو ، لومړۍ وویل چی په دغه توغندوي حمله کی هیڅ امریکایی ځواک ته تاوان ندې رسیدلې ، خو د رویټرز په وینا د پینټاګون چراواکي چی په لومړیو کې د امریکایی عسکرو له تلفاتو انکارکړی وو ، یوځل بیا د تاوان لیدونکیو د شمیر په بدلولو سره په نهایت کی اعلان وکړ چی په دغه حمله کی ۱۱۰ امریکایی عسکرو د مغزو تاوانونه لیدلي دي .

Image Caption

 

د امریکا دیموکرات سناتور کریس مورفی په ډونالډ ټرمپ د امریکایی عسکرو د تاوانونو په معمولی بللو سخته نیوکه وکړه . مورفی د امریکا له سی این این چینل سره په مرکه کې وویل څوک د سر درد لپاره جرمني ته نه ورلیږل کیږي . ځواکونه هغه وخت جرمنی ته ورلیږل کیږی چی ډیر تاوانونه یې لیدلي وي .

په عراق کی د امریکا په اډې د حملې د اهمیت بل اړخ دا دې چی ویې ښودله د ایران بالستیک توغندي په هره سویه د هر تیری ګر د هدف ګرځولو کافي وړتیا لري . ډ ډنمارک ټیلی ویژن  له یوه ډنمارکی افسرسره چی په عین الاسد اډه کې په پرتو عتسکرو کی شامل وو ، د ایران دتوغندوي غچ په اړه خبرې وکړې . هغه په دغه مرکه کې د توغول شویو توغندیو ځیرتیا او په دې اړه چی ولې د خطر ټلۍ د توغندیو له رسیدا مخکې ونه وهل شوه ، وویل داسې ښکاری توغندي له ریډار تیښته په ډیرو دقیقو سیسټمونو سنبال وو . توغندي ډیر دقیق وو او خپل نظر وړ هدفونه یې ډیر ښه او دقیق هدف وګرځول ، له دې پرته چی حتی یو توغندې نسکور شی یا له هدف منحرف شی . له دلته پوهیدلې شوچی ایرانیانو د الوتکو له ځایونو ، بینکرو، قوماندانۍ مرکزونو دقیقې نقشې درلودلې او کولې یې شول چی دغه تاسیسات په پوره ارامښت سره هدف وګرځوي .

د نړیوالواوسټراټیجیکو مطالعاتو مرکز کابویوه میاشت وروسته په یوه مقاله کې ولیکل د موجودو اسنادواومدرکونوجاج ښی دا لومړنۍ جاجونې چی ایران نیت نه درلوده په دغه حمله کی امریکایی عسکرو ته تاوان ونه رسي ، دومره دقیقې نه وې . دغه حملې همدارازښی چی د ایران د بالستیک توغندویوتوان په مینځنی ختیځ کې دامریکا اود هغې د متحدانو پوځی عملیاتو ته د سخت ګوزار ورکولو له لوړ پوټینشل او توان برخمن دې .

بالاخره دا چی دغو حملو وښودله چی ایران د سټراټیجیک خطر د زغملو توان لري او دا نوې وضعیت ممکنه ده امریکا مجبوره کړی چی په سیمه کې د خپلو عسکرو په وضعیت کې بیا کتنه وکړي .

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي خبریال توماس فریډمین د صیهونیسټ رژیم د دیمونا ایټمي ریکټر د یوه بنسټ ګر له قوله وویل اسراییل باید دغو تازه ښودل شویو وسونو ته په پام سره دغه تاسیسات بند کړی اود هر عربی هیواد پلازمینه د ایران په نسبت په  خپل کړچارکې بیاکتنه وکړی .

په ټول کې ایران د سردار سلیماني او د هغه د یارانو د ترور په دلیل د عین الاسد په اډې په توغندوي حملې سره نه یوازې سخت انتقام او غچ واخیسته بلکې له خپل بل دفاعی توان او قدرت یې هم پرده اوچته کړه او په دغه کار سره یې خپل دوستان او متحدان بیمه او خوشحاله او خپل دښمنان ویرول او یوځل بیا یې دا پیغام ورسوه چی ووهه او وتیښته پړاو نور ختم شوې دې .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه