Jan 10, 2023 16:16 Asia/Kabul
  • د ایران او د عراق چارواکو د شهید قاسم سلیماني دوسیه وڅیړله

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د قضايي پلاوي مشر مسلم متعب مدب او د ایران د قضايي قوې لومړي مرستیال حجت الاسلام و المسلمین محمد مصدق په یوې کتنې کښې د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د شهادت په دوسیې غور وکړ.

د ایران د قضايي قوې لومړي مرستیال حجت الاسلام و المسلمین محمد مصدق په تهران کښې د عراق د قضايي قوې د پلاوي له مشر مسلم متعب مدب سره په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې د دواړو هیوادونو د تحقیقاتو ګډ پلاوی به د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د شهادت د دوسیې په هکله ډیر ستر کار ترسره کړي وویل د دغه جنایت د حکم ورکونکو د مباشرانو او د عاملاتو په هکله ددغه دوسیې سندونه و مدرکونه مخکې عراق ته ورکړل شوي دي.

حجت الاسلام و المسلمین مصدق د عراق او د ایران د ګډو تحقیقاتو د کمیټۍ له غړیو وغوښتل چې د دغه دوسیې د تورنو کسانو په هکله سم مجرمانه نوم غوره کړي او د قانون پراساس عمل وکړي.

د عراق د قضايي لوړې شورا مشر مسلم متعب مدب هم په دغه کتنې کښې وویل د هغو کسانو په هکله چې په دغه جنایت کښې یې لاس درلود که په کومې څوکۍ او مقام وي ضروري حقوقي او قضايي اقدامات باید ترسره شي.

د عراق د قضايي لوړې شورا مشر مسلم متعب مدب وویل د دغه چارې مصداق د عراق په قضايي ادارې کښې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نیولو د حکم صادرول دي ځکه چې هغه اعتراف کړی دی چې د سردار قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د ټرور د جنایت د اجرا حکم یې ورکړی دی.

د ویلو ده چې د سردار قاسم سلیماني د ابو مهدي المهندس او د هغه د ملګرو پرضد د جنایتکارانه اقدام د تحقیقاتو په هکله د عراق او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګډې قضايي کمیټۍ څلورمه غونډه په تیرې دوشنبې ورځې تهران کښې پیل شوي وه او نن پاې ته ورسیدله.

 

ټیګونه