دښمنانان له ترکیبي جنګ او دسیسې سره سره ناکامه شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ایران د خلکو پرضد د دښمانانو ترکیبي جنګ او دسیسو ته په اشارې سره وویل له ټولو فتنه ګریو سره سره ایران سرلوړی او دښمن ناکامه شو.
رئیسي چې نن د بودجې د لایحې د وړاندې کولو لپاره د ایران د اسلامي شورا ښکاره غونډې ته ورغلی وو وویل له ټولو فتنه ګریو سره سره چې دښمانانو د سیاسي د رسندوي او د رواني جنګ په حوزه کښې د اقتصادي جنګ او د اسلامي جمهوریت پرضد د کمیسیونونو او د ټولنو په بسیج کولو کښې پیل کړ نن سبا د ایران ستر ملت سرلوړی دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه دښمن دا ځل هم د تیرو وختونو په شان د یران د ملت پرضد دسیسې کښې ناکامه شو.
د یوې جینۍ مهسا امیني د مړینې په پلمه د ایران په ځینو ښارونو کښې د وروستیو بلواو رامینځته کیدل سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمانان له هغو د ایران په داخلي چارو کښې د لاسوهنې او بلواو ته د خلکو د ډیر هڅولو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.