ایران له روسیې څخه سوخو پینځه دیرش ډوله الوتکې اخیستي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي شهریار حیدري د راتلونکي هجري لمریز کال په لومړیو کښې هیواد ته د روسیې د جوړو سوخو پینځه دیرش(۳۵) ډوله جنګي الوتکو د راتلو خبر ورکړ.
هغه وویل ایران روسیې ته د دافع هوا سیسټمونو د توغندیو او د هیلي کوپټرونو په څیر سفارشونه ورکړي دي.
له تیرو کلونو راهسې له روسیې څخه د سوخو جنګي الوتکو د اخیستلو په هکله یوشمیر ګونګوسې مطرح شوې او ځینونه وختونه دغه ګونګوسې نورې هم پیاوړې شوي تر دې چې په تیرې سپتمبر میاشت کښې د ایران د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي د ایران د پوځ د هوايي ځواک لپاره له روسیې څخه د سوخو پینځه ډیرش ډوله جنګي الوتکو د اخیستلو د خبر په تائیدولو سره ټینګار وکړ چې د دغو جنګي الوتکو اخیستل د ایران د هوايي ځواک په اجنډا کښې شته.
سوخو پینځه دیرش ډوله الوتکې د نړۍ د څلورم نسل تر ټولو قدرتمنې جنګي الوتکې دي چې په این پینځه دیرش پرمختللي ریډار باندې سمبال دي او په یووخت د دیرشو هدفونو د کشفولو او له اتو هدفونو سره د جنګ کولو امکان لري.