د ویانا د مذاکراتو په وروستي کېدو د روسیې ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126278-د_ویانا_د_مذاکراتو_په_وروستي_کېدو_د_روسیې_ټینګار
په ویانا کې د روسیې استازی ویلي چي ایران او اروپایي هیوادونه باید بندیزونو د لیري کولو او د ایټمي مسالې په هکله مذاکرات وروستي کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • د ویانا د مذاکراتو په وروستي کېدو د روسیې ټینګار

په ویانا کې د روسیې استازی ویلي چي ایران او اروپایي هیوادونه باید بندیزونو د لیري کولو او د ایټمي مسالې په هکله مذاکرات وروستي کړي.

د روسیې استازی میخائیل اولیانوف په خپل ټوییټر کې لیکلی: په سیمه کې د منفي ګروهنو د مخنیوی تر ټولو غوره لاره د برجام د ایټمي موافقې په هکله د ویانا د مذاکراتو بشپړه کول دی.

هغه زیاته کړه: په مذاکراتو کې پرمختګ د لانجو له کمېدو سره مرسته کوي او په سیمه ایزو مسایلو باندې د بحث لپاره زمینه برابروي خو داسي ښکاري چي لوېدیځ هیوادونه دې کار لپاره چمتو نه دي.

په ویانا کې امریکې او اروپایي هیوادونو سره، له نتیجې پرته څو میاشتې خبرې اترې وښودلې چي سپینه ماڼۍ د کورنیو ستونزو او د اسرائیل د رژیم د فشارونو د امله د پریکړې د تر سره کولو واک نه لري او په دې خاطر غواړي په ایټمې مساله کې د مهالوېش په ټاکلو سره، ایران ګرم وښیي.

د چین، روسیې او اروپایي هیوادونو په ګډون د ویانا ټولې لورې د مذاکراتو د بشپړه کېدو غوښتونکي دي لیکن موافقه د څو مهمو موضوعاتو په هکله د امریکې پریکړې ته په تمه ده. د ایران اسلامي جمهوریت تاکید کوي چي که امریکا حقیقت پال چلند وکړي، د ویانا په مذاکراتو کې هوکړه کېدونکې ده، ایران د یوې داسي موافقې په لټه کې دی چي له مخې به یې ټول بندیزونه لیري شي او د ایران تر څنګ ټوله سیمه ورڅخه ګټمن شي.