د ایران په ضد د دښمنانو د ترکیبي جګړې ناکامي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126354-د_ایران_په_ضد_د_دښمنانو_د_ترکیبي_جګړې_ناکامي
د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د چارو د ږغملوونکی مرستیال په هیواد کې په وروستیو بلواو کې د لوېدیځو هیوادونو رول ته په اشارې سره، وویل: د ایران په ضد د دښمنانو د ترکیبي جګړې پلان له ماتې سره مخامخ شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2023 10:12 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د دښمنانو د ترکیبي جګړې ناکامي

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د چارو د ږغملوونکی مرستیال په هیواد کې په وروستیو بلواو کې د لوېدیځو هیوادونو رول ته په اشارې سره، وویل: د ایران په ضد د دښمنانو د ترکیبي جګړې پلان له ماتې سره مخامخ شو.

د تېر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د ایران په ځینو سیمو کې بلواوې وشوې چي د بلواو له پیل سره سم، د ځینو رسنیو او یو نیم هیوادونو لاس په کښې څرګند شو.

په دغو بلواو کې د امریکې، صهیونیست رژیم او ځینو اروپایي هیوادونو چارواکو او هغوی پورې اړوندو رسنیو د ایران د ولس له حقوقو د دفاع په ادعا سره، له بلواګرو څخه رسندویې، سیاسي، استخباراتي او مالي ملاتړ وکړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت د فوځ د چارو د ږغملوونکی مرستیال حبیب الله سیاری نن په تهران کې له فوځیانو سره په لیدنه کې وویل: په وروستیو بلواو کې امریکا او نور نړیوال مستکبر قدرتونو په ایران کې د ګډوډیو د رامینځ ته کولو په لټه کې وه او ځانونه یې د بشري حقوقو مدافع بلل او په خپل چټي خیالونو کې د نظام د بدلولو په سودا کې وه، لیکن د یوه پیچلې هر اړخیزې نفسیاتي او ترکیبې جګړې با وجوده مونږ وینو چي ایران کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوې او دښمن خپلو شومو موخو ته نه ورسېده.

هغه د دښمن د ناکامه کېدو لامل د اسلامي انقلاب اقتدار او د ایران د ولس مقاومت وباله او یادونه یې وکړه چي له یادې ترکیبې جګړې هره یوه دسیسه د یوه هیواد د نسکورولو لپاره بسنه کاوه لیکن مونږ وینو چي اسلامي ایران بیا هم د معظم رهبر او د ولس په بصیرت سره د دښمنانو په وړاندې کامیابه شو.

حبیب الله سیاری افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل: د امریکې ۲۰ کلن نیواک د افغانانو لپاره له وژلې او د خلګو د کورونو له تباهی پرته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده او مونږ وینو چي طالبان بیاځلې افغانستان کې واکمن شول.