اروپایانو ته د ایران د پارلمان خبرداری
د ایران د اسلامي جمهوریت پارلمان د اروپایي هیوادونو پارلمانونو ته خبرداری ورکړي چي د سپاه پاسداران په ضد هر ډول پرېکړه به له متقابل ځواب سره مخامخ شي.
په ایران کې د اسلامي شورا د مشرتابه د کمیټې ویاند د اروپایي هیوادونو استازو ته خبرداری ورکړی چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد د هر ډول پرېکړه لیک له تصویبولو څخه ډډه وکړي.
لوېدیځو هیوادونو خپل ټول کار ولی چي په ایران کې د بلواو په پلمې سره، د اسلامي جمهوریت په ضد خپل بندیزونه زیات کړي. د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو د جرمني، فرانسې او هالنډ په مشري اعلان وکړه چي د ترهګرو په لیست کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د ورزیاتولو مساله څیړي.
د ایران د پارلمان د مشرتابه د کمیټې ویاند سید نظام موسوي په خپل ټوییټر کې ولیکل: که څه هم په حقیقت کې د غربیانو له لورې د سپاه پاسداران تروریستي نومول عملي ارزښت نه لري او یوازې یوه تبلیغاتي مانوره ده، لیکن د سیاست له نظره، اروپایي پارلمانونه باید پوه شي چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد هر ډول پریکړه لیک د ایران د پارلمان له کارنده ځواب او پریکړه لیک سره مخامخیږي.