امریکا کښې د تورپوستي معلم غمیزه ناکې وژلې ته د کنعاني غبرګون
له سپین پوستو سره د برابر مدني حقوقو څخه د امریکې د تور پوستو په برخمنتیا کښې د مارټین لوټرکنګ ارمانونه تراوسه نه دي پوره شوې
د ایران د خارجه وزارت ویاند په امریکا کښې د تور پوستي معلم د غمیزه ناکې وژلې په غبرګون کښې وویل: له سپین پوستو سره د برابر مدني حقوقو څخه د امریکې د تور پوستو په برخمنتیا کښې د مارټین لوټرکنګ ارمانونه تراوسه نه دي پوره شوې.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، ناصر کنعاني بیګا په خپل ټویټر ولیکل: د امریکې د پولیسو په لاس د ۳۱ کلن تور پوستي امریکايي معلم کینان انډرسن غمیزه ناکه وژله ښودنه کوي چې د مارټین لوټرکینګ له وژلې د څه باندې ۵ لسیزو په تیریدو سره لاهم له سپين پوستو سره د برابر مدني حقوقو د امریکې د تورپوستو په برخمنتیا کښې د هغه خوب نه دی تعبیر شوی او رنګین پوستي لاهم د خپلو ابتدايي انساني حقوقو له سختې ضایع کیدنې او له توکمپالو چلندونو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه: د خواشینۍ خبره ده چې د امریکې رژیم چې خپلو سیاسي مقاصدو ته د رسیدو لپاره د نورو هیوادونو په کورنیو مسائلو کښې په ریاکارانه مداخلې سره د مکر اوښکې بهوي خو د رنګین پوستو په وړاندې د خپل هیواد د زیات تشدد او توکمپالو اقداماتو او د هغوي د جنایتونو په وړاندې یې خوله ګنډلې ده.
کنعاني په پاې کښې د دغه ځوان تورپوستي معلم د وژلې په غندلو سره، د دغه انساني ضده جنایت په وړاندې د امریکې د حکومت د ځواب ویلو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.