Jan 18, 2023 17:33 Asia/Kabul
  • ملاحظه، رعایت او څارنه د کلتور او د تبلیغ د ډګر د فعالانو اړینه سټراټيژۍ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران د هنري حوزې او د اسلامي تبلیغاتو د سازمان له مشر

او یوشمیر مدیرانو سره په کتنه کښې د قران کریم په ایتونو باندې استناد سره د ملاحظه،  د رعایت او د څارنې په معنا له پروردیګار څخه ویره د کلتور او د تبلیغ د ډګر د فعالانو ضروري او همیشنۍ سټراټيژۍ وبلله.

هغه حضرت نن په دغه کتنه کښې د هغو ښو اقداماتو په قدرونې سره چې د ایران د اسلامي تبلیغاتو په سازمان کښې ترسره شوي دي کلتوري او تبلیغي عناصر او ارګانونه باید کاملا ځير ووسي چې د خدای خبره هیڅ شرایطو کښې په ځمکه پاتې نشي او په دې زمینه کښې باید له هیڅ ډول جنجال او چټي خبرو او تورونو ونه یریږي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په تبلیغ کښې ټولنیزو اقتضائاتو ته پام کول په الهي ویرې سترګې پټول ونه بلل او ویې ویل کلتوري کارونه یوشمیر اړتیاوې لري چې هغوې ته باید په کامل ډول پام وشي.

هغه حضرت په کلتوري او تبلیغاتي  فعالیتونو کښې د قوم ژبو ته پام کول په دغو ضرورتونو کښې وبلل او ډاګینه یې کړه له یوه زلمي او ځوان سره د ارتباط د ټینګولو ژبه له یوه دښمن او یوه جاهل غافل سره د خبرو له ژبې سره فرق لري هماغه  ډول چې باید په نورو هیوادونو کښې د تبلیغ او د خبرو کولو ژبه او لسان په انقلابي ټولګو کښې هیواد کښې له کلتوري تبلیغي کار سره تفاوت ولري.

 

 

ټیګونه