د ایران او د امریکا چارواکو خبرې نه دي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126452-د_ایران_او_د_امریکا_چارواکو_خبرې_نه_دي_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ایران په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي استازي او د سفیر امیر سعید ایرواني د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2023 02:06 Asia/Kabul
  • د ایران او د امریکا چارواکو خبرې نه دي کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ایران په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي استازي او د سفیر امیر سعید ایرواني د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل.

ځینو خبري سرچینو ادعا کړي ده چې د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي په تیرو دوو میاشتو کښې کابو درې ځله په ملګروملتونو کښې د ایران له سفیر سعید ایرواني سره کتنې کړي دي.

دغو خبري سرچینو د امریکا د خارجه وزارت د ویاند نیډ پرایس په قول وویل امریکا  د ایران اسلامي جمهوریت  ته د پیغامونو د استولو په حال کښې ده که څه هم د اټومي تړون احیا کول په اجنډا کښې نشته.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ پرون مازیګر د امریکا له لوړرتبه چارواکي رابرټ مالي  سره په ملګروملتونو کښې د ایران د سفیر سعید ایرواني  د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه غلط وبلل او ویې ویل په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر له بیلابیلو سیاسي شخصیتونو او څیرو او د پوهنتون له استادانو سره کتنې لري خو د امریکا له حکومتي چارواکو سره یې هیڅ خبرې او کتنې نه دي کړي.