اروپایان دې خپلې پخوانئ تیروتنې نه تکراروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126546-اروپایان_دې_خپلې_پخوانئ_تیروتنې_نه_تکراروي
د اروپائي پارلیمان استازو د جنورۍ په اتلسمه نیټه د اروپائي اتحادئې د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د پيژندنې لپاره وړاندیزي مسودې ته مثبته رایه ورکړې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 21, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • اروپایان دې خپلې پخوانئ تیروتنې نه تکراروي

د اروپائي پارلیمان استازو د جنورۍ په اتلسمه نیټه د اروپائي اتحادئې د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د پيژندنې لپاره وړاندیزي مسودې ته مثبته رایه ورکړې ده.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د هغه څه په لیسټ کې چې  ترهه ګر اورګانونه ئې بللي  دي ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دنامې په شاملو کې د اروپائي  پارلیمان  د سپیر اقدام په غبرګون کې  ووئیل، اروپایان دې خپلې تیرې تیروتنه نه تکراروي.

د اروپائي پارلیمان استازو د جنورۍ په اتلسمه نیټه د اروپائي اتحادئې د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د پيژندنې لپاره وړاندیزي مسودې ته مثبته رایه ورکړې ده.

سپاه نیوز راپور ورکړ،سردار حسین سلامي  نن د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف  سره له کتنې وروسته ووئیل،که که د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په تیره بیا د شهید قاس سلیماني په قوماندانۍ  دقدس ځواک په چورلیزتوب سره مجاهدتونه نه وائ ، نو د ترهه ګرو دغه اور لمبې به  چې امریکایانو رامینځةکړی په چورلټ ډول به ئې  د اروپایانو لمن راګیره کړي وه او هغه امنیت چې اوس په اروپاواکمن دی،له مینځه تللی وائ.

د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان  روښانه کړې ده ، امریکااو اروپا هماغه شان چې د فلسطنیانو روا دفاع ترهه ګري ګڼي  او د صهیونیسټانو یرغلونه روا دفاع، د خپلې مځکنۍ او سیاسی بشبړتیا څخه دیمن د ولس دفاع هم ترهه ګري ګڼي  او د آل سعود رژيم او دهغو دمتحدانو یرغلونه روا دفاع ګڼي ،په همدې ډول  له خپلو ا رزښتونو څخه د ایران د ولس او سپاه دفاع ترهه ګري ګڼي،په داسې حال کې چې خپل ځان دترهه ګرۍ ضد بریښودي،ترهه ګرۍ ته پناه ورکوني دي.

سردارسلامی زیاته کړې،اروپادوه ځله په یوه نړیوال جنګ کې لاس او ګریوان وه او اوس  د هماغه تیرو  جنګونوپر کنډوالو  ئې نوي اروبا جوړه کړې ده، اروپا له خپلو تیرو تیروتنو څخه درس نه دی اخستی او فکر کوي، په دغه شان اعلامیو  سره  دغه لوي سپاه چې د ایمان ،تّوکل ،قدرت اوارادې څخه ډک دی لړزانه کولی شي.

قالیباف هم ووئيل، که اروپائي پارلیمان وغواړي، دعقلانیّت کړکئ وتړي  او  له ترهه ګرۍ څخه ددفاع په لور حرکت وکړي،نو پارلیمان د دوي له هر ډول اقدام سره پریکنده چلند ته تیار دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر دغه راز ووئيل،اروپایان خیال کوي،سپاه پاسداران هم د دوي دپوځي ځواکونو په شان یوازې یو پوځي ځواک دی ،له دې غافل چې د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران او بسیج، د ایران د ولس او ملت له بطنه  راپورته شوي دي .