د سپاه پاسدارانو په امنیّت رامینځةکونې د اروپایانو اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126556-د_سپاه_پاسدارانو_په_امنیّت_رامینځةکونې_د_اروپایانو_اندیښنه
د اروپائي پارلیمان دغه ایراني ضد اقدام ،د سپاه پاسدارانو د امنیت رامینځةکونې په وړاندې  داروپایانو دخپګان او لالهاندۍ  ښودنه او د یوه خپلواکه هیواد  داساسی قانون څخه راپورته شوي یوه اورګان  په ترهه ګر بللو کې  داروپائي پارلیمان له خوا دیوه ناروا بدعت نښه حسابیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 10:54 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسدارانو په امنیّت رامینځةکونې د اروپایانو اندیښنه

د اروپائي پارلیمان دغه ایراني ضد اقدام ،د سپاه پاسدارانو د امنیت رامینځةکونې په وړاندې  داروپایانو دخپګان او لالهاندۍ  ښودنه او د یوه خپلواکه هیواد  داساسی قانون څخه راپورته شوي یوه اورګان  په ترهه ګر بللو کې  داروپائي پارلیمان له خوا دیوه ناروا بدعت نښه حسابیږي.

د ایران  داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان، دسویډ له خارجه وزیر توبیّس بیلسټرُم سره په ټيلیفوني تماس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  اروپایان  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په لاره کې د سپاه پاسدارانو د مجاهدتونو پامته داره دي ،ووئیل، داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو، دداعشیانو د حملو له شره اروپائي پلازمینې وژغورلې.

اروپائي پارلیمان دایراني ضداقداماتو او دایران په چارو کې د خپلو وروستیو لاسوهونکو دریځونو په دوام کې د جنورۍ په اتلسمه نیټه د یوۀ ایراني ضدپلان په تصویبولو سره، د اروپائی اتحادئې د ترهه ګر په نامې لیسټ کې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د نامې د شاملولو غوښته کړې ده.البته داروپائي پارلیمان مسودې ،اجرائي لازموالی نه لری  او یوازې  اروپائي شورا ته دوړاندیز په حکم کې راځي.

د اروپائي پارلیمان دغه ایراني ضد اقدام ،د سپاه پاسدارانو د امنیت رامینځةکونې په وړاندې  داروپایانو دخپګان او لالهاندۍ  ښودنه او د یوه خپلواکه هیواد  داساسی قانون څخه راپورته شوي یوه اورګان  په ترهه ګر بللو کې  داروپائي پارلیمان له خوا دیوه ناروا بدعت نښه حسابیږي.

د اروپائي پارلیمان دغه ایراني ضد اقدام، د ملګروملتو د منشور په اساس هیڅ قانوني حیثیّت  نه لري، د  ملګروملتو د منشور د دوهمې مادې په اوم  بند کې راغلي دي،په دغه منشور کې درج هیڅ یو قانون او قواعدمجاز نه دی په هغو موردونو کې چې ذاتا دیوه هیواد دداخلی صلاحیّت برخه وي ، لاسوهنه وکړي او غړي  هم پابند نه کوي چې  دغه شان موضوع ددغه منشور د مقرراتو تابع کړي،خو دغه اصل به په اوم سپرکي کې د اټکل شوي قهري اقداماتو  اعمالولو ته تاوان ورسوي.

په عین حال کې، باید په نظر کې ونیول شي، اروپائي هیوادونه او وروستیو میاشتو کې  داروپائي اتحادئې ټولګه او په ایران کې د بلواؤ اوناکراریو ته دلمن وهلو  او د امنیت په ټينګولو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دامنیتی او پولیسو د  اقتدار او توان  د کمزوری کولو په موخې سره،په څو ځله اقداماتو کې د ایران پوځي قوماندانانو باندې بندیز لګولی دی،خو له دغو درستو اقداماتو او دسیسو سره سره، د ایران   دملت په هوښیارۍ اود  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو پشمول وسلوالو ځواکونو په هڅو سره د ایران مختلفو ښارونو ته آرامښت او امنیت بیرته ستون شوی دی.

حقیقت دا دی چې  د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران، له ترهه ګرو او ترهه ګرو ډلو ټپلو سره د جدي مبارزې په دلیل،په هیواد کې او دغه راز په لویدیځي آسیا سیمې کې د امنیت په ټينګولو کې غوره رول لوبولی دی، له منافقینو رانیولې تر داعش تکفیری ترهه ګرې ډلګۍ پورې  له داخلی اوبهرنیو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره مبارزه، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په کارنامې کې لري ،چې  په دغې  لارې کې  ئې د سردار جنرال قاسم سلمیاني  او د مقاومت د نورو شهیدانو په شان  شهیدان  هم وړاندې کړي دي.

د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران په وروستیو کلونو کې توانیدلي دي ، په سیمې کې په تیره بیا په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې قدرتمند ائيتلاف جوړ کړي.په دغه ائيتلاف کې د عراق ،سورئې اوروسیې  دپوځونو  او ولسی ځواکونو په څير د اورګانونو ترڅنګ،د ایران دبسیجي  مقاومتي ځواک په بیلګه ګرځولو سره ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې اغیزشیندونکی او غوره رول لوبولی دی. په حقیقت کې په سیمې کې دهمدغه ولسی  ځواکونو په مرستې سره ،ترهه ګرې ډ لګۍ نابودې شوې او  له هغو باقي پاتې وګړي  هم تښتې ته مجبوره شول.پر دې اساس،په سیمې کې اوسنی امنیّت او د داعش  د پرمختګونو مخه نیولل چې د اروپائي هیوادونو لپاره هم یو ګواښ حسابید،له  ترهه ګرو سره د مقاومتي ځواک او د سپاه پاسدارانو دجدي مجاهدت او مبارزې نتیجه ده.

د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار جنرال حسین سلامي  هم په ډې باب ټينګار کړی دی،کهد اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په تیره بیا د جنرال شهید قاسم سلیماني په قوامندانانۍ د قدس ځواک په چورلیزتوب سره د مجاهدتونو ټلګه  نه وائ،نو د ترهه ګرۍ لاوې به  چې امریکایانو رامینځةکړې ،په چورلټ ډول  به ئې د اروپایانو لمن هم راګیره کړې او  او هغه امنیت چې اوس په اروپا واکمن دی ، هم له مینځه وړی ؤ.  

 

Image Caption
Image Caption