په ایران کښې د اذربایجان په سفارت برید شخصي انګیزه لري
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت په سفارت باندې د حملې ترهګر کیدل په کلکه رد کړل او ویې ویل دغه برید په شخصي انګیزې سره شوی دی.
پرون په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت په سفارت باندې د یوه وسله وال کس په برید کښې د سفارت د حفاظت مسوول ووژل شو او دوه نور ساتونکي هم ژوبل شول.
حمله کونکي چې اوس نیول شوی دی په خپلو لومړنیو څرګندونو کښې دغه حمله د شخصي دلایلو په خاطر بللي ده.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت په سفارت باندې د حملې د ژوبلو کسانو له پوښتنې وروسته د تهران د تجریش د «شهدا »روغتون له مشر شهرام علمداري او د اذربایجان جمهوریت له سفیر سره یوځاې په یوه خبري کانفرنس کښې ګډون وکړ.
حسین امیر عبداللهیان په دغه خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د پیښې له لومړیو څخه ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغه حملې د امنیتي ، د قضايي او د حقوقي تعقیبونې ځانګړی حکم ورکړ وویل حمله کونکي یوازې شخصي انګیزه لرلي ده او اړونده برخې د موضوع په کامل ډول د تعقیبولو په حال کښې دي.
هغه په ایران کښې د اذربایجان جمهوریت د سفارت خالي کیدل دروغ وبلل او ویې ویل هڅه کوو چې د اړیکو سویه وساتل شي او چاپیریال ته رواني ارامښت ورستون شي او تر ټولو ښه فیصله غوره شي.
په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت سفیر علي علیزاده هم د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د تعقیبونو او د پیښې له ژوبلو کسانو د هغه د عیادت د قدرونې په ترڅ کښې د ژوبلو کسانو حالت ښه وباله.