په هرات کې د ایران له لورې د ټوریسټي وېزو د ورکولو بهیر له سره پیل شو
Jan 30, 2023 10:27 Asia/Kabul
د هرات په ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولر اعلان وکړ چي د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د سیاحتی یا ټوریستي ویزو د صادرولو بهیر له سره پیل شوی دی.
هغه یادونه وکړه چي دغه بهیر د هرات ولایت له افغان مسئولینو سره د موافقې له مخې پیل شوی او سر له ننه افغانان کولایشي کنسولګری ته په مراجعې سره، ویزو ته ثبت نام وکړي.
همدارنګه په یوه خبرپاڼه کې چي د ایران د کنسولېټ له خوا خپره شوې، راغلې ده چي ډېر ژر به د ویزو لپاره د ثبت نام بهیر د غور، بادغیس او فراه په ولایتونو کې هم پیل شي.
د ایران له لورې د سیاحتي ویزو د ورکولو د بهیر له بندون وروسته، د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شول او موافقه وشوه چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.
ټیګونه