ايران په افغانستان کې يو سوداګريز مرکز پرانيزي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127244-ايران_په_افغانستان_کې_يو_سوداګريز_مرکز_پرانيزي
د مهر خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي د سې شنبې ورځې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال، په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګریز مرکز د ایجاد خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-02-01T09:30:03+00:00 )
Feb 01, 2023 13:55 Asia/Kabul
  • ايران په افغانستان کې يو سوداګريز مرکز پرانيزي

د مهر خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي د سې شنبې ورځې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال، په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګریز مرکز د ایجاد خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې دغه مرکز به راروانه میاشت رامنځته شي، خو د مهر خبري اژانس په راپور کې نه‌دي راغلي، چې دغه مرکز به د افغانستان په کوم ولایت کې جوړ شي.

ښاغلي سعید محمد موسوي هیله ښودلې چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

ښاغلي موسوي «د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ فرصتونو» په نوم کنفرانس کې ویلي، غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په «تلپاتې وده» کې برخه واخلي.