ایران د فردوایټمي ریئکټر دمخ کتنې دڅرنګوالی په بابIAEAته ځواب ورکړی
کمالوندي د فردو د یورانیمو دپخولو د سایټ دمخ کتنې دڅرنګوالي په باب د آژانس د مخکیني لیک په ځواب کې د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ته دایران د لیک دلیږلو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي د ایران په فردو سایټ کې د یورانیمو د پخولو د ظرفیّت دزیاتیدا پهب اب دایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس دعمومی مدیر رافائل ګروسي د پرونیو څرګندونو په باب ووئيل، که ښاغلی ګروسي دا خبره کړي وي،نو احتمال ورکوم چې اطلاعات ئې د ورځې په اساس نه دي.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي زیاته کړې ده،د آ ژانس یوه پلټونکي سهوا راپور ورکړی ؤ چې دیوارنیمو دپخولو په ډاکټر علی محمدي سایټ (فردو)کې دمخ کتنې په وخت ځیني بدلونونه شوي دي ، چې له دې مخکې ئې نه دي اعلان شوي.مخکینو پلټونکي په هغه ځاي کې حاضر شول او له هغو توضیحاتو وروسته چې ورکړل شول ، نوموړي پلټونکي پخپلې تیروتنې پوهه شو او د آژانس له سکرټریټ سره د دوي له غږملتیا وروسته موضوع عملا حل شوه.
کمالوندي همداراز د فردو د یورانیمو دپخولو د سایټ دمخ کتنې دڅرنګوالي په باب د آژانس د مخکیني لیک په ځواب کې د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ته دایران د لیک دلیږلو خبر ورکړ.